د جي اوه ډلې پر روسیې د نورو بندیزونو پرېکړه کړې

د جي اوه ډله وايي روسیه په اوکرایین کې د تاوتریخوالي په کمولو او د جینیوا پر تړون عمل کولو کې پاتې راغلې.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د جي اوه ډله وايي روسیه په اوکرایین کې د تاوتریخوالي په کمولو او د جینیوا پر تړون عمل کولو کې پاتې راغلې.

د نړۍ د اوو لویو اقتصادي ځواکونو ډلې/جي اوه پرېکړه کړې چې د اوکرایین د روان کړکېچ په تړاو پر روسیې نور بندیزونه هم ولګوي.

د دې ډلې په وینا روسیه په اوکرایین کې د تاوتریخوالي په کمولو او د جینیوا پر تړون عمل کولو کې پاتې راغلې.

ټاکل شوې ده چې د یو شمېر اروپایي هېوادونو دیپلوماتان د دوشبنې په ورځ په دې اړه یوه بېړنۍ غونډه وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي دا نوي بندیزونه به تجارتي بڼه ولري، او د دوشنبې تر ورځې پلې کېدلای شي.

خو بریتانیا بیا هېله ښودلې چې لا هم د اوکرایین ستونزې ته د یو دیپلوماتیک حل موندلو امکان شته.

په لندن کې د مسکو غږ راډیو مشر ډیمیټري لینیک وايي روسیه حق لري چې له خپلو ګټو دفاع وکړي.

"لویدیځ نه غواړي چې د اوکرایین د کرکیچ په ژورو او اصلي لاملونو ځان پوی کړي. دوی په دې سر نه خلاصوي چې دا ستونزه یو تاریخي شالید هم لري. لکه د روسیې او د اوکرایین د ختیځې برخې د اوسیدونکو ترمنځ اړیکي. دا خلک اوس هم ځان یو ګڼي. خو لویدیځ دا حقیقت نه مني."

بل لور ته د اروپا د امنیت او همکارۍ په سازمان کې د روسیې استازي ویلي هېواد به یې د هغو اروپايي پوځي څارونکو د خوشې کولو پوره هڅه کوي چې د اوکرایین په ختیځ کې د روسي پلوه بیلتون پالو له خوا نیول شوي دي.

دغه اته تنه څارونکي او یو شمېر اوکراییني پوځیان پرون د سلویانسک په ښار کې نیول شوي وو.

ځایي ملیشو تور لګولی چې دې ډلې په سیمه کې د ګډوډۍ جوړولو هڅه کولو.

په سیمه کې یو شمېر ژورنالیستان هم نیول شوي دي.

خو د بي بي سي یو خبریال وروسته له هغې چې د وسله والو له خوا پرېښودل شو، وویل چې په سیمه کې هېڅ ډول نظم او امنیت نشته، او ډېر احتمال شته چې اوکراییني ځواکونه دې دلته پوځي عملیات پيل کړي.