نړیواله جنايي محکمه اوکرایین کې وروستي جرمونه څیړي

ولسمشر اوباما وايي د روسیې له ولسمشر سره پر ځینو نړیوالو مسایلو اختلاف لري، خو بیا به یې هم ډوبېدو ته پرېنږدې.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ولسمشر اوباما وايي د روسیې له ولسمشر سره پر ځینو نړیوالو مسایلو اختلاف لري، خو بیا به یې هم ډوبېدو ته پرېنږدې.

نړيوالې جنایي محکمې د اوکرایین د اوسني کړکېچ په ترڅ کې د ترسره شویو جرمونو د څېړلو پرېکړه کړې ده.

دا پرېکړه د اوکرایین د لنډ مهالي حکومت په غوښتنه شوې.

لنډ مهالې اداره پخوانی ولسمشر ویکتور یانوکوېچ او د هغه پلویان په دې تورنوي چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په تاوتریخوالي کې یې پر تش لاس لاریون کوونکو ډزې کړي او وژلي یې دي.

بل لور ته د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي د اوکرایین کړکېچ په درشل کې پر ځنیو ځانګړو روسي وګړو او ادارو بندیزونه لګول ښایي څه ګټه ونه لري.

سویلي کوریا ته د خپل سفر پر مهال ولسمشر اوباما وویل پر روسیې باید نور فشار هم راوستل شي چې د اوکرایین په اړه خپل دریځ بدل کړي.

هغه وویل "باید دا تمه ونه کړو چې اوسني ځانګړي بندیزونه به ستونزه راته حل کړي. موږ ګام پر ګام پر روسیې اقتصادي فشار ډېروو. خو هڅه مو دا ده چې روسیه خپله تګلاره بدله کړي. که په راتلونکو څو ورځو یا اوونیو کې حالت تر دې هم ترینګلی کېږي نو د هغې لپاره مو په چانټه کې نور غشي هم شته."

ولسمشر اوباما وویل، سره له دې چې له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره پر ځینو نړیوالو مسایلو اختلاف لري، خو بیا به یې هم ډوبېدو ته پرېنږدې او د ژغورلو هڅه به یې وکړي.

په همدې حال کې د اوکرایین صدراعظم پر روسیې تور لګولی چې په اوکرایین کې له خپلو کړنو سره غواړي چې دریمه نړیواله جګړه پیل کړي.

آرڅیني یاڅنیوک دا خبرې د اوکرایین د کابینې په هغه غونډه کې کولې او د دې هېواد پر ملي تلویزیون په ژوندۍ بڼه خپرېدې.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یو ځل بیا د اوکراییني ځواکونو له خوا د خپل هېواد په ختیځ کې د پوځي عملیاتو پیل کول غندلي.

نوموړي تور لګولی چې د اوکرایین حکومت د خپلو وګړو پر ضد جګړه پيل کړې.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري بیا روسیه تورنوي چې د اوکرایین په ختیځ کې تاوتریخوالي ته لمن وهي او د جینیوا له تړونه سرغړونه کوي.