کيري روسيه د اوکراين په بې ثباتۍ تورنه کړې
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري روسيه د اوکراين په ختيځ کې په (لاسوهنې، تېرايستنې او بې ثباتۍ) تورونه کړې ده.

د عکس سرچینه، AP
په يوه قوي پيغام کې ښاغلي کېري له مسکو نه وغوښتل چې دغلته د کړکېچ په کابو کولو کې مرسته وکړي، که نه له نورو بنديزونو سره به مخامخ شي.
تر دې وړاندې روسيې د امريکا په متحد ايالتونو غږ کړی و، چې کيف د اوکراين په ختيځ کې د روس پلوو بېلتون غوښتونکو پر وړاندې له بريدونو راوګرځوي.
روسيې له دغو بريدونو وروسته پر پوله د تازه پوځي تمرينونو امر ورکړی، چې د اوکراين له لوري غندل شوی دی.
ښاغلی کيري دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د اوکراين په ختيځ کې د حالاتو پر سر د امريکا او روسيې ترمنځ لفظي ناندريو زور اخيستی دی.
روس پلوو بيلتون غوښتونکو د اوکراين په ختيځو شاوخوا لسو ښارګوټو کې مهمې دولتي ودانۍ نيولي او مرکزي حکومت ننګوي.
د پنجشنبې پر ورځ د اوکراين حکومت وویل چې د سويل لويديځ ښار ماريوپول مرکزي ودانۍ يې نيولې، خو دغلته د بي بي سي خبريال وايي داسې شواهد يې نه دي موندلي چې د اوکراين امنيتي ځواکونه دې دغې ودانۍ ته ننوتي دي.
ښاغلي کېري د کيف چارواکي له دې امله وستایل چې په خبره يې د اپريل پر ۱۷مه يې د جنيوا ناستې د موافقو درناوی کړی دی.
په دغه غونډه کې موافقه شوې وه، چې روس پلوي جدايي غوښتونکي به وسلې پر ځمکه ږدي او دولتي ودانۍ به پرېږدي.
پر همدې مهال کرېملین خبرداری ورکړی که د اوکراين په ختيځ کې د روسي ژبو پر وړاندې له زوره کار واخيستل شي دوی به ترې دفاع وکړي.








