د اوکرایین ختېځ کې پر روسي پلوه پوستې د برید ادعا شوې

د عکس سرچینه، AFP
د هغو وژل شویو کسانو د شمېر په اړه چې ظاهراً د اوکرایین په ختېځ کې پر روسي پلوه پوستې په برید کې وژل شوي ضد و نقیض رپوټونه دي.
روسي مطبوعات وايي چې تر پنځو کسانو پورې وژل شوي دي.
خو د اوکرایین د کورنیو چارو وزارت د یوه کس وژل کېدل رپوټ کړی دی.
د بي بي سي خبریال جیمز رینولډ له دېنڅک نه په خپل رپوټ کې وايي د روسيې دولتي رسنۍ وايي بريد کوونکو گهيځ مهال د سلويانسک ښار په يوې روسي پلوې د پلتنې پر څوکۍ يا پوستۍ بريد وکړ.
د بريد په ادعا شوې سيمه کې د بي بي سي خبريال دوه سوځول شوي موټر ليدلي دي.
سيمې ته د پراته يوه نژدې روغتون يوې نرسې ويلي دي چې څو تنه ټپيان د درملنې لپار روغتون ته لېږدول شوي دي.
د روسيې دولتي رسنيو د بريد پړه د اوکرايين پر ښې اړخو ملتپالو ډلو اچولې ده.
د سلويانسک په ښار کې يوه روسي پلوه چارواکي د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين څخه غوښتي چې سيمې ته سوله ساتي ځواکونه واستوي.
روسي پلوه فعالان د اوکرايين د ختېځ لږ ترلږه نهو ښارونو کې د دولتي ودانيو نيولو ته دوام ورکوي.








