روسي جېټ الوتکو د اوکراين حريم سرغړونه کړې

د عکس سرچینه، sukhoi
د امريکا د دفاع وزارت پنټاګون ويلي، چې په تېرو څلريشت ساعتونو کې د روسيې جېټ الوتکو بيا بيا د اوکراين د هوايي حريم سرغړونه کړې ده.
له دې سره هممهاله د اوکراين په ختيځ کې د بيلتون غوښتونکو له لوري د نړیوالو څارونکو د لېږدوونکي موټر نيول کېدو د اوکراين د ختيځ په اړه د واشنګټن او مسکو ناندرۍ زياتې کړې دي.
روسيې د اوکراين په ختيځو پولو کې لسګونه زره پوځيان ځای پر ځای کړي او روس پلوو ملېشو د اوکراين په ختيځ کې لسګونه دولتي ودانۍ نيولي دي.
په اوکراين کې د دغو وروستيو پرمختياوو په اړه پرون (جمعه، ۲۶ اپريل) د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د اروپايي هېوادونو مشرانو روسيې ته خبرداری ورکړ، چې پر دغه هېواد به تازه بنديزونه ولګېږي.
د لويديځو هېوادونو په وينا روسيې د اوکراين د کړکېچ د هواري په موخه په جنيوا کې پر شويو ژمنو عمل نه دی کړی او نه يې هم په اوکراین کې بحران کم کړی دی.
پر روسيې بنديزونه
د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکل ویلي، روسيې کولای شول د اوکراين په ختيځ کې د کړکېچ د کمولو په موخه ګامونه پورته کړي.
اغلې ميرکل د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين او اروپايي مشرانو سره له ټيليفوني خبرو وروسته اعلان وکړ، چې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيران به ډير ژر پر روسيې د لا سختو بنديزونو په اړه غونډه وکړي.
د جرمني لومړۍ وزيره انګيلا ميرکل وايي، روسيه د دې وړتيا لري، چې په اوکراین کې د کړکېچ مخه ونيسي.
بل خوا روسيه هم لويديځ د اوکراین په چارو کې په لاسوهنې تورنوي او وايي لويديځ غواړي چې اوکراین خپل کړي.
تر دې وړاندې ولسمشر اوباما ویلي و، چې د روسيې پر چارواکو د بنديزونو لګول چندانې اغيزمن نه دي.
ده د جنوبي کوريا د سفر په څنډو کې ټينګار وکړ، چې په اوکراين کې د روسيې د چلند بدلولو لپاره بايد نور فشارونه وکارول شي.








