''که د روسانو ګټې وګواښل شي غچ به يې واخلو''

ښاغلي لاروف په خپلو خبرو کې ادعا وکړه، چې امریکا د اوکراین په روان کړکېچ کې لاس لري

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ښاغلي لاروف په خپلو خبرو کې ادعا وکړه، چې امریکا د اوکراین په روان کړکېچ کې لاس لري

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، که د روسي وګړو ګټې وګواښل شي، دغه هېواد به یې غچ واخلي.

ښاغلي لاوروف پر روسي تلوېزيون 'رشيا ټوډې' دغه څرګندونې له هغه يوه ورځ وروسته کولې چې د اوکراین سرپرست ولسمشر د امریکا د مرستيال ولسمشر جوبايډن د سفر پر مهال د هېواد په ختیځ کې د روس پلویو فعالانو پر ضد د پوځي عملیاتو د بیا پیلولو امر وکړ.

ښاغلي لاروف په خپلو خبرو کې ادعا وکړه، چې امریکا د اوکراین په روان کړکېچ کې لاس لري.

خو امریکايي چارواکي وايي، دوی پر دې ډېر خواشیني دي، چې مسکو د روان کړکېچ د ختمولو لپاره مثبت ګامونه نه اخلي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې د امريکا متحد ایالات په اوکراين کې 'ځان ښودنه' کوي.

اوکراين او لويديځ وايي وسله والو ته د روسيې له لوري قومنده ورکول کېږي، هغه ادعا چې د روسيې له لوري رد شوې ده.

په تيرو څو اوونيو کې روس پلوو ملېشو په ختيځ ډينتڅک سيمه کې څو ښارونه نيولي دي.

دوی څو حکومتي ودانۍ نيولي او خپل چارواکي يې ګومارلي دي، دا هغه تکتيک دی چې د دې کال په لومړيو کې له اوکراين نه جلا شوې سيمې کريميا کې وکارول شو.

''د دې هېڅ دليل نه شته چې امريکا ځان ښودنه وکړي''.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ''د دې هېڅ دليل نه شته چې امريکا ځان ښودنه وکړي''.

امريکا لا له وړاندې له مسکو نه غوښتي و، چې له روس پلوو وسلوالو وغواړي خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او دولتي ودانۍ پرېږدي.

امريکا دغه راز له روسيې په ټينګه غوښتي، چې خپل تعرضي حالت ته بدلون ورکړي، که نه له نورو بنديزونوو سره به مخامخ شي.

په هر صورت ښاغلي لاوروف د امريکا متحد ايالات د اوکراين په کړکېچ کې په لاسوهنې تورن کړي دي.

ده وويل: ''د دې هېڅ دليل نه شته چې امريکا ځان ښودنه وکړي''.

ښاغلي لاوروف د روسيې تلويزيون ته وويل: ''که په مخامخ ډول د روسيې پر ګټو بريد وشي'' نو دوی به يې د نړیوالو قوانينو په رڼا کې ځواب ورکړي.

د روسيې او لويديځ ترمنځ تربګني وروسته له هغه زياته شوه، چې د کريميا ټاپو له روسيې سره يو ځای شو.