اوباما اوکرایین کې د روسیې "تور تکتیکونه" وغندل

د امریکا ولسمشر باراک اوباما په اوکرایین کې د روسیې "تېری" وغانده.
په پولنډ کې د کمونیستي نظام د پای ته رسېدو د ۲۵مې کالیزې په مراسمو کې د خبرو پرمهال ښاغلي اوباما په پولنډ کې دیموکراسي د ګاونډي اوکرایین لپاره یوه رڼا وبلله.
نوموړي وویل "موږ څنګه کولای شو چې په ۲۱مه پیړۍ کې د ۲۰ مې پیړۍ تورو تکتیکونو ته اجازه ورکړو."
تر دې وړاندې ښاغلي اوباما د اوکرایین منتخب ولسمشر پیټرو پروشینکو سره ولیدل او په اوکرایین کې یې د سولې د ټینګولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د امریکا ولسمشر ښاغلي پرشینکو د اوکرایین د مشرۍ لپاره هوښیارانه انتخاب وباله او ویې ویل که نړیواله ټولنه د اوکرایین ترشاه ودرېږي نو دا هېواد به له انرژۍ ډکه او پرمختللی دیموکراسي شي.
ښاغلي پروشینکو چې په خپله یو شتمن کس دی د می په میاشت کې انتخاب شو او د راتلوونکې شنبې په ورځ به د اوکرایین د ولسمشر په توګه لُوړه وکړي.
ښاغلي اوباما له کییف سره د پنځو میلیونو ډالرو په ارزښت د پوځي وسایلو د مرستې اعلان هم وکړ.
تر دې وړاندې د مارچ په میاشت کې هم امریکا له اوکرایین سره د ۱۸ میلیونو ډالرو په ارزښت د پوځي وسایلو د مرستې اعلان کړی و.
ښاغلی اوباما اوس برکسلز ته تللی چې د اوو لویو صنعتي هېوادونو په غونډه کې برخه واخلي.
دا له هغه وروسته چې روسیه د کریمیا د نیولو په اعتراض د اتو لویو صنعتي هېوادونو له ډلې وایستل شوه لومړنۍ غونډه ده چې ترسره کېږي.








