"د اوکرایین په ختیځ کې چیچنیایان فعالیت نه کوي"

د چیچنیا روسي پلوه مشر رمضان قادروف وايي دا خبره سمه نه ده چې ګواکې چیچنیايي ځواکونه د اوکرایین په ختیځ کې فعالیت کوي.

د عکس سرچینه، RIA Novosti

د عکس تشریح، د چیچنیا روسي پلوه مشر رمضان قادروف وايي دا خبره سمه نه ده چې ګواکې چیچنیايي ځواکونه د اوکرایین په ختیځ کې فعالیت کوي.

د چیچنیا مسکو پلوی مشر ټینګار کوي چې ده اوکرایین ته له بیلتون غوښتونکو سره د مرستې په خاطر خپل ځواکونه نه دي استولي.

په یوې اعلامیې کې رمضان قادروف ویلي د روسیې د یوې برخې په توګه چیچنیا وسله وال ځواکونه نه لري او که کوم چیچنیاي وګړي چې په اوکرایین کې فعالیت کوي په شخصي توګه یې کوي.

نوموړي ویلي ځیني اوکراییني سرچینې رپوټ ورکوي چې ګواکې چیچنیايي ځواکونه په دنیڅک کې فعال دي خو زه په رسمې توګه وایم چې دا خبره سمه نه ده.

ښاغلی قادروف وايي له دریو میلیونو چیچنیایانو نه دوه پر درې برخه یې د چیچنیا له جمهوریت نه بهر اوسېږي او موږ نه شو کولای چې دا کنترول وکړو چې څوک چیرته ځي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ له هغه مهال راهیسې چې د اوکرایین په خیتځ کې یاغیانو کنترول خپل کړی سخته جګړه وشوه.

یاغیان وايي شاخوا ۱۰۰ تنه ملګري یې د دنیڅک هوايي ډګر د نیولو د هڅې پرمهال د کییف پلوي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.

په همدې حال کې رپوټونه وايي د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي اوومه) په دینڅک کې د ډزو غږونه اوریدل شوي.

اخوا د اوکرایین د کورنیو چارو وزارت وايي چې اوس د هوايي ډګر بشپړ کنترول له پوځ سره دی.

یو دولتي جټ الوتکه لیدل شوې چې د ښار پر فضا یې الوتنه کوله.

د اوکرایین نوي ولسمشر پیترو پوروشینکو له یوې جرمني ورځپانې سره په مرکه کې ویلي چې د هېواد په ختیځ کې به د پاڅون مخنیوي وکړي او له دې وروسته به پرېنږدي چې د ده په خبره "دغه ترهګر خلک وتیښتوي او ووژني."