دونیڅک هوايي ډګر برید کې ۳۰ کسان وژل شوي دي

وسله والو بېلتون غوښتونکو د دوشنبې په ګهیځ پر هوايي ډګر د کنترول تر لاسه کولو هڅه کړې وه.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، وسله والو بېلتون غوښتونکو د دوشنبې په ګهیځ پر هوايي ډګر د کنترول تر لاسه کولو هڅه کړې وه.

اوکراین کې بېلتون غوښتونکي وايي، ختیځ ښار دونیڅک هوايي ډګر کې د نښتې پایله کې لږ تر لږه ۳۰ روسي پلوه بېلتون غوښتونکي وژل شوي دي.

وسله والو بېلتون غوښتونکو د دوشنبې په ګهیځ پر هوايي ډګر د کنترول تر لاسه کولو هڅه کړې وه.

کېیف حکومت یې ځواب د هوايي بریدونو له لارې ورکړ.

د اوکراین نوي ولسمشر پېټرو پروشینکو هغه خبره تکرار کړه، چې وايي ( د ترهګرۍ مخنیوي عملیات ) به روان وي.

د نوموړي په وینا اوس دا حالت د میاشتو نه بلکې د ورځو خبره ده.

د بېلتون غوښتونکو ویاند چې ځان د 'دونیڅک جمهوریت' ویاند بولي بي بي سي ته وویل، د دوشنبې په ورځ ۳۰ وژنې تایید شوې دي.

یوه وسله وال رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې جسدونه ځايي روغتون ته راوړل شوي دي.

بېلتون غوښټونکو ګهیځ وختي پر هوايي ډګر برید وکړ او په ځواب کې یې د اوکراین پوځ د هوا او ځمکې له لارې سملاسي غبرګون وښود.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د هوايي ډګر کنترول د چا په لاس کې دی. د دوشنبې په ګهیځ هوايي ډګر تړل شوی و.

د خبریالانو په ونیا د دوشنبې په ورځ کرۍ ورځ او بیا شپې مهال د ډزو غږونه اورېدل کېدل او هوا کې لوګي خپاره وو.

د اوکراین د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او وتلی سوداګر ۴۸ کلن پیترو پروشینکو د دغه هېواد په ټاکنو کې په رسمي توګه بریالی وبلل شو.

نوموړي ۵۴ سلنه رایې تر لاسه کړې.

نوموړي هوډ څرګند کړی، چې 'اوکراین به سومالیا نه شي'. د نوموړي په وینا 'د ترهګرۍ ضد عملیات د دوو دریو میاشتو پر ځای باید څو ساعته وخت ونیسي'.

د اوکراین پوځ په ختیځو دونیڅک او لوهانسک سیمو کې له بېلتون غوښتونکو سره، چې بېلتون یې اعلان کړی، په جګړه بوخت دی.

اوکراین کې دغه بغاوت هغه مهال پیل شو، چې روسي پلوه ولسمشر وېکټریانکویچ له اروپا سره د لا نژدې اړیکو له غوښتنې وروسته د خونړیو مظاهرو پایله کې استعفا وکړه.

له هغه وروسته روسیې د اوکراین جنوبي سیمه کرایمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه.