سيستاني: ''ټول شیعه ګان دې په وسلو سمبال شي''

د عکس سرچینه، AFP
په عراق کې تر ټولو لوی شیعه ملا غوښتنه کړې چې په ټول هېواد کې دې شیعیه ګان په وسلو سمبال شي.
دغه غوښتنه د ایت الله علي السیستاني د یوه استازې له خوا د جمعې د لمانځه پرمهال وشوه.
په کربلا کې د جمعې د لمانځه پرمهال شیخ عبدالمهدي کربلايي وویل "هغه کسان چې د وسلو د پورته کولو او له ترهګرو سره د جګړې توان لري باید په وسلو سمبال شي او د خپل هېواد، خلکو او مقدسو ځایونو دفاع وکړي. د دې مقدس هدف لپاره باید په خپله داوطلب شي او له امنیتي ځواکونو سره ودرېږي."
دا په داسې حال کې ده چې اورپکو په ختیځ او شمال کې یو شمېر سیمې نیولي او ګواښ یې کړی چې سوېل لور ته مخه کوي.
په دې ترڅ کې د جمعې په ورځ د ایران له پولې سره نژدي په دیالا ولایت کې اورپکو له شیعه ملیشو سره نښتې وکړې.
ملګري ملتونه وايي په سلګونه کسان وژل شوي او اورپکي په موصل کې یو شمېر ملکي کسان اعدام کړي دي.
په همدې حال کې امریکا او ایران ژمنه کړې چې د اورپکۍ پرضد جګړه کې به مرسته کوي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د پنجشنبې پر ورځ د عراق صدراعظم نوري المالکي ته ټېلېفون وکړ او ژمنه یې وکړه چې ایران به د ترهګرو پلویانو ته اجازه ورنکړي چې د عراق د امنیت او ثبات د ګډوډولو لپاره عراق ته ترهګر واستوي.
په همدې حال کې د امريکا ولسمشر باراک اوباما وايي حکومت يې د اسلامپالو جنګياليو 'داعش' پر وړاندې د عراق له حکومت سره د پوځي اقدام په ګډون په ټولو غوراويو فکر کوي.
خو سپينه ماڼۍ لا هم ټينګار کوي چې عراق ته د ځمکنيو ځواکونو استولو لېوالتيا نه لري.
د عراق او شام اسلامي دولت 'داعش' په نوم ډلې ګواښ کړی چې پلازمېنې بغداد، د نجف او کربلا په ګډون هغو سوېلي سیمو ته به مخه وکړي چې ډېری اوسیدونکي یې شیعه ګان دي.
د دغو سیمو اوسیدونکي اوس هم په یاد لري چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کال د کورنۍ جګړې پرمهال دغلته څه وشول ځکه نو ویره لري چې یو ځل بیا به هغسې حالت سره مخامخ شي.
وروسته له هغه چې د داعش ډلې پر سیمو خپله ولکه پراخه کړه ډېری عراقیان پر خپل پوځ باور نه لري.
ځینو خلکو خو ان غوښتنه کړې چې ولسي وګړي دې له وسله والو ډلو سره یوځای شي او د ښارونو او سپیڅلو ځایونو دفاع دې وکړي.








