عراق کې ''داعش'' دوه نور ښارونه نيولي دي

د عکس سرچینه، Reuters
په عراق کې اسلامپالو وسلوالو دوه نور ښارونه نيولي او د خپل کنټرول سيمه يې پراخه کړې ده.
د عراق او شام اسلامي دولت 'داعش' په نوم ډلې ويلي ځواکونه يې د پلازمېنې بغداد د نيولو په تکل کې دي.
د سنيانو په مشرۍ اسلامپالو په دياله ولايت او شاوخوا سيمو کې پر داسې مهال د سعديه او جلاوله ښارونو کې پرمختګ کړی، چې امنيتي ځواکونو خپلې پوستې پرېښي دي.
د امريکا متحد ايالات وايي دوی د اسلامپالو جنګيالو پر وړاندې د عراق له حکومت سره د مرستې په موخه د پوځي ګام په ګډون پر ټولو غوراويو فکر کوي.
خو امریکايي چارواکو دغه هېواد ته د ځمکنیو ځواکونو د استولو شونتیا رد کړې ده.
دغه ژمنه وروسته له هغه کېږي، چې وسلوالو د موصل او تکريت ښارونو کنټرول په خپل لاس کې واخيست، خو د وسلوالو پرمختګ سوکه شو.
د عراق او شام اسلامي دولت ډله هڅه کوي چې د جګړې مخه پلازمېنې بغداد او شيعه ميشتو سيمو ته وغځوي.
په عراق کې د سني اسلامپالو وسلوالو له خوا د مرکز خوا ته د پرمختګ له کبله د دغه هېواد د ممکنه ټوټه کېدو وېرې مخ پر زیاتېدو دي.
د عراقي پوځ ډېره برخه د بې نظمۍ ښکار شوې چې له امله یې د نیمه خپلواکې کردي سیمې ځواکونو په کرکوک ښار کې یو شمېر پوځي مرکزونه نیولي دي.
راپورونه وايي شيعه وګړي هڅه کوي د حکومتي ځواکونو ملا ور وتړي، خو د صدام حسين پلويان بيا له مخالفو وسلوالو سره يو ځای شوي دي.
خبریالان وايي، داسې ښکاري چې عراق په سني، شیعه او کردي برخو د وېشل کېدو خوا ته روان دی.








