د پاکستاني پوځ بمباریو '۶۰ کسان وژلي'

د عکس سرچینه،
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان هوايي بریدونو لږترلږه ۶۰ کسان وژلي او ۳۰ نور ټپیان دي.
پوځ وايي، چې په وژل شویو کې "مهم قومندانان" هم دي".
پاکستاني چارواکو ویلي، دغه بمبار یې په ډېر دقت سره کړی او د افغانستان پولې ته څېرمه یې د اورپکو مرکزونه په نښه کړي دي.
ځايي خلکو ویلي، ګهیځ وختي میرانشاه او میر علي ته څېرمه پر ځینو سیمو بمبارۍ وشوې.
دوی دا هم ویلي، چې ټیک نیمه شپه جنګي الوتکې د دوی پر سیمې چورلېدې.
دا مهال په شمالي وزیرستان کې د اورپکو پرضد ستر عملیات روان دي.
دوې میاشتې وړاندې هم حکومت میرعلي او میرانشاه ته څېرمه بمباري کړې وه.
له ۲۰۰۷ کال راهیسې د پاکستان د مرکزي حکومت پرضد د پاکستاني طالبانو په بریدونو کې زرګونه کسان وژل شوي دي.
حکومت د دغې ډلې پرضد ډېر عملیات پیل کړي، خو واک ته د نواز شریف په رسېدو سره نوموړي له طالبانو سره د خبرو هڅې پیل کړې.
په میرانشاه کې یوه لوړپوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د اورپکو او د هغوی د قومندانانو د پټن ځایونو په اړه یې د استخباراتو پربنسټ هوايي بریدونه کړي دي.








