د حکيم الله په وژل کېدو پاکستاني پوځ ته د تيارسۍ امر

پاکستاني امنيتي ځواکونو ته د حکيم الله مسعود له وژل کېدو وروسته چې ګومان کېږي د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې وژل شوی، د تيارسۍ امر شوی دی.
لوړپوړو طالب چارواکو بي بي سي ته ويلي چې د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله مسعود وژل شوى دى.
د را رسېدلو رپوټونو پر بنسټ، نوموړى په شمالي وزيرستان کې د يوې بې پيلوټې الوتکې په بريد کې ووژل شو.
په بريد کې د ښاغلي مسعود د ورور په گډون پنځه تنه وژل شوي دي.
رپوټونه وايي ښاغلى مسعود په هغه بريد کې وژل شوى چې په ترڅ کې يې يو گاډى او کور په نښه شول.
استخباراتي سرچينو وړاندې ويلي و پر يوۀ گاډي چې د پاکستان د طالبانو مشر حکيم الله مسعود لخوا کاريږي، د يوې بې پيلوټې الوتکې په بريد کې پنځه تنه وژل شوي.
په شمالي وزيرستان کې پر دغه گاډي څلور توغندي توغول شوي دي.
د پاکستان د طالبانو غورځنگ يا تحريک طالبان پاکستان پر مشر حکيم الله مسعود چې د زرگونو کسانو د مړينې مسوول بلل کېږي، د امريکا د پلټنو فدرالې ادارې پنځه ميليون ډالر جايزه اېښې وه.
د بې پيلوټې الوتکې دغه بريد په داسې يوۀ ورځ ترسره کېږي چې د پاکستان حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره شمالي وزيرستان ته د يوۀ پلاوي د لېږلو اعلان وکړ.
وړاندې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف لندن ته د خپل سفر پرمهال ويلي و چې له پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې پيل شوي دي.
ښاغلي شريف وويل "خبرې اترې بايد د اساسي قانون په اډانه کې وشي"
خو په پاکستان کې د طالبانو يوې سرچينې بي بي سي ته وويل چې تر اوسه لا له اسلام آباد نه له دوى سره مخامخ اړيکي نه دي نيول شوي
دغې سرچينې زياته کړه د پاکستان قبايلي سيمو ته چې طالبان په کې مېشت دي، هېڅ حکومتي پلاوى نه دى ورغلى.

خو د پاکستان حکومت نن اعلان وکړ چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره يو پلاوى شمالي وزيرستان ته ورځي.
د روانې مياشتې په لومړيو کې حکيم الله مسعود بي بي سي ته ويلي و، نوموړى چمتو دى چې له حکومت سره جدي خبرې اترې وکړي.
د تحريک طالبان مشر حکيم الله مسعود په خپله ناوياته مرکه کې دا رد کړې وه چې گواکې په ولسي ځايونو کې وروستي مرگوني بريدونه، دوى تر سره کړي دي.
خو هغه وويل د امريکا او د ملگرو پر موخو يا اهدافو به يې خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.
ښاغلي مسعود همداراز ټينگار کاوۀ چې پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټو الوتکو بريدونه بايد هم پاى ومومي.
پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټو الوتکو بريدونه، د امريکا او پاکستان د حکومتونو ترمنځ هم د توپير او مخالفت يو ټکى دى.








