د حکيم الله مسعود ۳۰ کلن ژوند

د طالبانو دغه مشر، حکيم الله مسعود چې عمر یې تر ۳۰ کلونو پورته ګڼل شوی،‌ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ کال د طالبانو پرضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو پرمهال راپورته شو.

د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي حکیم الله مسعود تر وژل کېدا مخکې پخپله وروستۍ مرکه کې ويلي وو چې ((مه وېرېږئ، یوه ورځ به موږ ټول ارومرو مرو)).
د عکس تشریح، د امریکا بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي حکیم الله مسعود تر وژل کېدا مخکې پخپله وروستۍ مرکه کې ويلي وو چې ((مه وېرېږئ، یوه ورځ به موږ ټول ارومرو مرو)).
د اورپکو دغه مشر د خپل عمر په څو دېرشم پسرلي کې و، چې د امریکا څارګرې الوتکې په نښه کړ. نوموړی د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ کال جنګي ډګر ته راووت.
د عکس تشریح، د اورپکو دغه مشر د خپل عمر په څو دېرشم پسرلي کې و، چې د امریکا څارګرې الوتکې په نښه کړ. نوموړی د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۷ کال جنګي ډګر ته راووت.
د بي بي سي هغو خبریالانو چې له حکیم الله مسعود سره یې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې کتلي، هغه یو ځوان، موسکی خو په عین حال کې وېروونکی شخصیت انځور کړی دی.
د عکس تشریح، د بي بي سي هغو خبریالانو چې له حکیم الله مسعود سره یې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې کتلي، هغه یو ځوان، موسکی خو په عین حال کې وېروونکی شخصیت انځور کړی دی.
مسعود د خپلو طالب جنګیالیو په منځ کې یو پیاوړی، سخت دریځی او د درناوي وړ شخصیت بلل شوی.
د عکس تشریح، مسعود د خپلو طالب جنګیالیو په منځ کې یو پیاوړی، سخت دریځی او د درناوي وړ شخصیت بلل شوی.
که څه هم د هغه پر سر څو میلیون ډالر انعان اېښودل شوی و، خو نوموړی په دې وروستیو کې رسنیو ته ډېر نه حاضرېده.
د عکس تشریح، که څه هم د هغه پر سر څو میلیون ډالر انعان اېښودل شوی و، خو نوموړی په دې وروستیو کې رسنیو ته ډېر نه حاضرېده.
حکیم الله مسعود په ذوالفقار هم شهرت درلود، چې د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو د بریدونو اصلي طراح بلل کېده.
د عکس تشریح، حکیم الله مسعود په ذوالفقار هم شهرت درلود، چې د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو د بریدونو اصلي طراح بلل کېده.
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې حکیم الله مسعود د شاوخوا ۳۰ اورپکو ډلو مشري کوله. په دغه وېډيو کې نوموړی له هغه اردني سره څرګند شوی و، چې د بیت الله مسعود د وژنې غچ اخیستو لپاره يې افغانستان کې د سي آی اې د جګپوړو مامورینو د وژلو تکل کړی و، چې بیا وروسته یې دا وکړ.
د عکس تشریح، د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سیمو کې حکیم الله مسعود د شاوخوا ۳۰ اورپکو ډلو مشري کوله. په دغه وېډيو کې نوموړی له هغه اردني سره څرګند شوی و، چې د بیت الله مسعود د وژنې غچ اخیستو لپاره يې افغانستان کې د سي آی اې د جګپوړو مامورینو د وژلو تکل کړی و، چې بیا وروسته یې دا وکړ.
د امریکا بې پیلوټه الوتکه د ۲۰۱۰ په جنورۍ کې د کندهار پر اسمان ګرځي. هغه مهال داسې راپور هم خپور شوی و، چې ګني حکیم الله مسعود د ډرون برید کې له ټپونو مړ شوی، بیا وروسته هم څو ځلې د هغه د مرګ رپوټونه ورکړل شول، خو دروغ وختل.
د عکس تشریح، د امریکا بې پیلوټه الوتکه د ۲۰۱۰ په جنورۍ کې د کندهار پر اسمان ګرځي. هغه مهال داسې راپور هم خپور شوی و، چې ګني حکیم الله مسعود د ډرون برید کې له ټپونو مړ شوی، بیا وروسته هم څو ځلې د هغه د مرګ رپوټونه ورکړل شول، خو دروغ وختل.