د سوریې شخړه: چاودنې د حلب تاریخي هوټل ویجاړ کړ

د سوریې دولتي رسنۍ او د دولت ضد مخالفان وايي، د سوریې شمالي حلب ښار کې یوې زورورې چاودنې دغه ښار لړزولی او یو هوټل او ورڅېرمه ځینې ودانۍ یې نړولې دي.
د دې چاودنې د لامل په اړه ویل شوي چې د دولت مخالفانو یو بم د ښاراو یوې زړې کلا ته نژدې د کارلتون سیتادل هوټل لاندې تونل کې اېښی و او هغې ته یې چاودنه ورکړه.
مخالفان وايي په هوټل کې د چاودنې پرمهال حکومتي کسان وو.
د سوریې دولتي آژانس سانا رپوټ ورکړی، چې “ترهګرو” د ښار په زړه څنډه کې هغه تونلونه چې د تاریخي ځایونو لاندې کښل شوي وو، له منځه وړي دي.
رپوټونه وايي چې دا هوټل، ډېر ویجاړ شوی خو دولتي اژانسونو د دې پېښې د تلفاتو په اړه رپوټ نه دی ورکړی.
د کارلتون سیتادل هوټل او د حلب ځینې برخې ۱۵۰ کاله لرغون والی لري.
د دې پخوانۍ لوړه برخه یې ۱۳ پيړۍ پورې رسېږي، او د حلب له یوې پخوانۍ برخې سره د نړۍ په میراثونو کې له یونیسکو سره ثبت شوی.
خبري رپوټونه ښيي چې د تېرې اونۍ په وروستیو کې سخت دریځو د حلب په ځینو برخو کې پرمختګ کړی.
په حلب کې هغه سیمې چې د سخت دریځو تر ولکې لاندې دي، په وروستیو میاشتو کې د دولت تر هوايي حملو لاندې راغلې.
دولتي ځواکونه هڅه کوي چې دغه سیمې بېرته ونیسي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
پر همدې مهال، د سوریې حکومت مخالفین د حمص له وروستيو مورچلو ووتل او په دې توګه د پاڅون په پلازمېنه کې درې کلن مقاومت ته د پای ټکی کېښودل شو.
په سوریه کې فعالین وايي چې د یاغیانو ورستی بس ګاډی د حمص له ښاره وتلی دی.
باور دی چې د بشار اسد پر وړاندې تر پاڅون وروسته چې په ۲۰۱۱م کال کې پیل شو، څه د پاسه ۱۵۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي.
۹ میلیونه کسان له خپلو کورونو تښتېدلي دي.








