د سوریې له حمصه جنګیالي ووتل

د عکس سرچینه، m
د سوریې حکومت مخالفین د حمص له وروستيو مورچلو ووتل او په دې توګه د پاڅون په پلازمېنه کې درې کلن مقاومت ته د پای ټکی کېښودل شو.
په سوریه کې فعالین وايي چې د یاغیانو ورستی بس ګاډی د حمص له ښاره وتلی دی.
دوه بس ګاډي چې وسله وال جنګیالي پکې وو، د ښار شمال ته رسېدلي چې لاهم د یاغیانو تر ولکې لاندې سيمې دي.
په دې توګه به په ښار کې د یاغیانو مقاومت پای ته ورسېږي چې یو مهال د بشار اسد د رژیم پر وړاندې د پاڅون زړه بلل کېده.
د کال په پیل کې له دې ښاره ۱۴۰۰ کسان د ملګرو ملتونو او سره صلیب د څارونکو په شته والي کې ووتل.
خو له سختو شرایطو سره سره د جنګیالیو یوه برخه چې ټپي هم وو په ښار کې پاتې شول.
په بیروت کې د بي بي سي پول ووډ وایي، جنګیالي او کورنۍ یې خپه دي ځکه دوی قسم خوړلی و چې له دې ښاره به هېڅکله هم نه ووځي.
د ښار کلابندي په وروستیو میاشتو کې خورا سخته شوې وه.
حکومتي ځواکونو پر ښار ځمکني او هوایی ګوزارونه کول.
یوه حکومت مخالف فعال چې له ښاره یې د وتلو تیاری نیوه بي بي سي ته وویل، نړۍ له موږ سره مرسته ونه کړه.
یوه ویډیو چې فعالینو انټرنټ ته استولې ښيي چې د جنیګالیو یوه ډله چې د ځینو مخونه یې پټ دي، د بسونو شاوخوا ګرځي او حکومتي پولیس یې څاري.
د یاغیانو مرکچي عبدالحارث وایي، درې بسونه له سیمې وتلي دي.
د نوموړي په وینا په دغو بسونو کې ټول ۱۲۰ تنه وو چې د ټپيانو په ګډون جنګیالي او ولسي وګړي پکې وو.
هر جنګیالي ته د یوه ټوپک او یوه اوږه ویشتونکي د وړلو اجازه شته. د جنګیالیو لومړنۍ ډله د تلبیثه او دار الخبیره ښارونو ته ورسېده چې د حمص شمال په ۲۰ کیلومترۍ کې دي.
د حمص ښاروال طلال البرزي بي بي سي ته وویلی دا پروګرام د چارشنبې په ورځ پای ته رسيږي. د نوموړي له خولې ویل شوي دي چې ټول ټال به ۲۰۰۰ تنه له ښاره ايستل کېږي.
په عین مهال کې د سوریې په شمال کې حکومت مخالفینو د بشري مرستو کاروانونو ته اجازه ورکړې چې د شعیه ډېرکیو ښارونو، نوبول او زهره ته ورشي.
دا ښارونه ولسشمر ته وفادار دي او ډېره موده کلابند وو. له حمصه د یاغیانو د وتلو تړون د ملګرو ملتونو په منځګړتوب شوی او عملي کولو یې ډېرې میاشتې وخت ونیو.
په دې لړ کې د حلب په ښار کې یاغیانو څو کسان تښتولي هم وو.
باور دی چې د بشار اسد پر وړاندې تر پاڅون وروسته چې په ۲۰۱۱م کال کې پیل شو، څه د پاسه ۱۵۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي.
۹ میلیونه کسان له خپلو کورونو تښتېدلي دي.








