د لاسونو سم مینځل یا ښه وقایه

د عکس سرچینه،
په جرمني کې یوه روغتیايي مرکز ویلي، چې د لاسونو سم مینځل د زکام په څېر د هاضمې د سیستم خرابېدو په څېر د ځینو ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کولی شي.
څېړنه وايي، چې لږترلږه باید لاسونه شل ثاینې په صابون او روانو اوبو ومینځل شي.
د دغه مرکز څېړونکي وړاندیز کوي، که چېرې لاسونه په روانو اوبو ومینځل شي، جراثیم لا ډېر له منځه تللی شي، چې دا کار بدن – په تېره بیا خولې، پزې او سترګو ته د ځینو ناروغیو او وایروسونو د ننوتلو د مخنیوي سبب ګرځي.
څېړونکي دا وړاندیز هم کوي، چې د لاسونو د سم پاکوالي لپاره باید ګوته او یا کوم د سینګار کوم بل داسې څیز وایستل شي، چې د جراثیمو د پاکېدو مخه نیسي.
دوی وايي، چې له ګوتو ایستل شوی څیز هم باید په اوبو ومینځل شي، او بیا صابون ورباندې ووهل شي.
د څېړنې ترسره کوونکي وايي، تر ډېره جراثیم تر نوکانو لاندې وي، همدا ده چې نوکان باید په صابون ښه ووینځل شي.
ډاکټران دا وړاندیز هم کوي، چې په عامه ځایونو کې د روانو اوبو او صابون اسانتیاوې برابرې شي، خو که د لاس وچولو یوځل مصرفه دسمالونه هم کېښودل شي، د خلکو د روغتیا لپاره به ګټور پرېوځي.




