برتانيا: د الوتکو لوړ غږ مغزي سکتې زياتوي
په بریتانیا کې یوې طبي څېړنې ښوولې د هغو سیمو خلک چې د الوتکو لوړ غږونه اوري د مغزي سکتې او د زړه ناروغیو له خطرونو سره مخامخ وي.
دغه څېړنه د لندن په لویدیځ د هېترو هوايي ډګر سره نژدې د شاوخوا درې نیم میلیونه وګړو پر سر شوې ده.
څېړونکو موندلې په هغو سیمو کې چې د الوتکو لوړ غږ اورېدل کیږي د مغزي سکتې او روغتنونونو ته د زړه ناروغانو ورتلل د طبیعي حالت په پرتله له لسو تر شل سلنې ډېر دي.




