بغداد کې رای اچونې او ګرځبندیز

د عکس سرچینه، BBC World Service
په داسې حال کې چې له عراقه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په لومړي ځل پارلماني ټاکنې پیل شوې، پلازمېنه بغداد کې د شپې مهال ګرځبندیز لګول شوی دی.
نوري المالکي باوري دی، چې په دې ټاکنو کې به دی "ارومرو" بریالی کېږي.
په ۲۰۱۱ کال له عراقه امریکايي ځواکونه ووتل.
د عراق د ټاکنو کمیسیون ویلي، لومړنۍ شمېرې ښيي چې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه نژدې اویا سلنې ته رسېدلې ده.
بغداد کې د بي بي سي خبریال ناهد ابو زید وايي، داسې نښې شته، چې د عراق د لومړي وزیر نوري المالکي- چې واک یې ختمېدونکی دی- ډله په ځینو سیمو کې ډېرې رایې لري.
ځینو رسنیو د المالکي له قوله ویلي چې "زموږ بریا حتمي ده، خو دې ته په تمه یو چې دا بریا به په کومه کچه وي".
دغه رای اچونه په ټینګو امنیتي تدابیرو کې پیل شوې ده، خو بیا هم په ځینو سیمو کې بریدونه او چاودنې شوې دي.
د تېرې چارشنبې پر ورځ چې ټاکنې پيل شوې، په دیالي، کرکوک او صلاح الدین ولایتونو کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
المالکي د درېیم ځل لپاره د کامیابېدو په هڅه کې دی.
نوموړی له تېرو اتو کلونو راهیسې لومړی وزیر پاتې شوی.
د الانبار ولایت په ځینو هغو سیمو کې ټاکنې ونه شوې، چې ډېری اوسېدونکي یې سنیان دي؛ ځکه چې هلته د القاعدې جنګیالي او نور سخت دریځي اورپکي واکمن دي.
په ټاکنو کې د خلکو ونډه ډېره وه.
د موټرو ګرځبندیز
له ګهیځ وختي راهیسې خلک په کتارونو کې رای اچولو ته ولاړ دي، خو د بغداد پر ځینو واټونو د موټرو د ګرځېدو بندیز لګول شوی دی.
د عراق پارلمان ته ۳۲۸ کسان کاندیدان شوي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس سرچینه، AP









