المالکي: قطر او عربستان د عراق ضد جګړې اعلان کړی

د عراق لومړي وزیر نوري المالکي سعودي عربستان او قطر د وسله والو په مالي ملاتړ تورن کړي دي.
المالکي د فرانسې له ۲۴ تلوېزیوني چینل سره مرکه کې ویلي، چې دغو دواړو هېوادونو د عراق پرضد جګړه اعلان کړې، چې په وینا یې د څنګلوري سوریې له لارې پر عراق بریدونه کوي:
"دوی د سوریې له لارې پر عراق نه یوازې بریدونه کوي، بلکې د عراق پرضد یې جګړه هم اعلان کړې ده، له بده مرغه تر شا یې توکمپال او سیاسي لاسونه دي".
المالکي، چې په عراق کې د واکمنې ادارې له شیعه ګانو څخه دی، د هغو تورونو په اړه چې ویل کېږي، عراقی حکومت له سنیانو سره د مېرې چلند کوي، وايي چې د سنیانو ترشا د سعودي عربستان او قطر د ځینو قوم پالانو لاسونه دي:
"د عراق اړدوړ ترشا د ترګرو او توکم پالانو لاسونه دي، چې په لومړي کتار کې قطر او سعودي راځي".
المالکي دغه دوه عربي دولتونه د هغو جهادیانو په سمبالولو تورن کړي، چې وايي له اروپايي هېوادونو منځني ختيځ ته د اړدوړ لپاره ورځي.
المالکي پوښتي چې "ایا دغه کسان چا راوستل؟ سعودي عربستان کې هغو ډلو راوستي چې عراق کې د جګړې لپاره جهادیان سمبالوي".
المالکي دا څرګندونې ایله یوه ورځ وروسته تر هغه کړې، چې سعودي عربستان په لومړي ځل اخوان المسلمین ګوند او په عراق او شام کې د اسلامي حکومت جوړونې مبارزين د ترهګرو ډلو په لست کې راوستي دي.
المالکي دا نه مني چې ګني نیت یې د قطر او سعودي پرضد د خلکو ذهنیت مشغوشول دي.
عراق له څو میاشتو راهیسې د سختو تاوتریخوالو شاهد دی، چې د "القاعدې" شبکې او "اسلامي دولت" جنګیالي (داعش) د عراق په ځینو لوېديځو ښارونو کې جنګېږي.
ملګري ملتونه وايي له تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې، عراق کې تاوتریخوالي لږترلږه ۷۰۳ کسان وژلي، چې دا شمېره د تېر کال د همدې مودې له شمېرې ډېره لوړه ده.








