بغداد کې بدنامه ابو غریب زندان وتړل شو

د عراق د عدلیې وزارت ویلي د "ابو غریب په نامه زندان یې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو په همکارۍ او همغږۍ تړلی دی.
دغه زندان په بشپړه توګه تړل شوی او بندیان یې نورو زندانونو ته لېږدولي دي.
د عراق د عدلیې وزیر حسن الشمري ویلي، وزارت یې ټول ۲۴۰۰ مرکزي او شمالي ولایتونو ته لېږدولي دي.
په دغو بندیانو کې پر ځینو د ترهګرۍ اړوندو قضیو کې حکمونه هم شوي.
د وزیر په وینا، دا پرېکړه له دې کبله وشوه، د زندانونو امنیتي چارې ګړندۍ شي.
د بغداد مرکزي زندان په یوه ډېره حساسه سیمه کې پروت دی.
تېر ۲۰۱۳ کال د بغداد پر مرکزي زندان ترهګریز برید شوی و، چې ځینې کسان په کې ووژل شول او ګڼ بندیان په تېښته بریالي شول.




