د اوکرایین کړکېچ پر سر پر پوتین د اوباما فشار

د عکس سرچینه، .
اوکرایین د هېواد په ختیځ کې د روسي پلوه وسله والو د ځپلو په موخه د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په ګډون نړیواله پوځي مرسته غواړي.
وروسته تر هغه چې کییف د پوځي گامونو ګواښ وکړ او په ترسره کولو کې یې پاتی راغی بيلتون غوښتو نکو نورې دولتې ودانۍ هم ونیولې.
د اوکرايين سرپرست لنډ مهالي ولسمشر د ملگرو ملتونو د سرمنشي څخه غوښتني دي چې سوله ساتي ځواکونه يې د ده په خبره د وسله والو بيلتون پالو پرضد گډو عملياتو کې برخه واخلي.
د اوکراييني چارواکو له خولې دغه خبر ورکړل شوى، خو ملگرو ملتونو تراوسه پورې ترې د شوې دغې غوښتنې پخلى نه دى کړى.
ملگرو ملتونو کې د اوکرايين سفير يوري سيرگې يف ويلي فکر نه کوي چې اوکرايين ته د سوله ساتو ځواکونو د استولو غوښتنه عملي شي ځکه روسيه په ملگرو ملتونو کې دا ځواک لري چې په دې اړه پرېکړه ليک ويتو يا رد کړي.
خو هغه وويل چې اوکرايين د ځاني دفاع لپاره بهرنۍ مرستې ته اړتيا لري:

د عکس سرچینه، .
" اصلي اشاره بهرنۍ مرستې اړتيا ته ده، ځکه موږ داسې يو حالت کې نه يو چې له ځانه د دفاع خپل حق پرځاى کړى شو، د گواښ کچه لويه ده ، زښت زيات روسي عسکرد پولو شاوخوا راتول شوي دي، او ډېر شمير روسي جاسوسان په بېلابېلو سيمو کې فعاليت کوي او د بيلتون پالو وړې او لوېې ډلې جوړوي او هغوى ته وسلې برابروي.
داسې ښکاري چې حکومت د مرستې لټه کوي، نړيواله مرسته چې د ترهگرۍ ضد گډو عملياتو کې برخه واخلي."
اوکرايين وايي داسې شواهد لري چې ښيي روسي جاسوسان د بيلتون پالو پاڅون همغاړي کوي او په دې اړه شواهد به د پنجشنې په ورځ جينوا کې جوړېدونکې نړيوالې غونډې ته وړاندې کړي.
خو مسکو په کلکه دا ادعاوې رد کړې دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Reuters








