مایکروسافټ د "ایکس پي وېنډوز" له ملاتړ لاس واخیست

د عکس سرچینه، BBC World Service
- Author, مارک ورډ، د بي بي سي د ټکنالوژۍ خبریال
- دنده, ژباړه: هدایت الله همیم
مایکروسافټ د "وېنډوز ایکس پي" له ملاتړ لاس واخیستمایکروسافټ شرکت اعلان کړی، چې سر د اپریل له اتمې د "وېنډوز ایکس پي" ملاتړ نه کوي، یانې په رسمي توګه به دغه وېنډوز د مایکروسافټ له خدمتونو او چلیځ سیستم ووځي.
ځینو حکومتونو پردې خبرې پیل کړې، چې د دغه نظام د وخت غځولو غوښتنه وکړي.
خو د انټرنېټي امنیت ځینو شرکتونو ویلي، چې ایکس پي په اسانۍ سره د انټرنېټي غلو له خوا تر برید لاندې راتلی شي.
پخواني کودونه
ځینې شمېرې ښيي، چې په سلو کې له ۲۰ تر ۲۵ سلنې پورې د وېنډوز ایکس پي کاروونکي لاهم "ایکس پي" کاروي.
مایکروسافټ له ۲۰۰۱ کال راهیسې په رسمي توګه درې ځلې د ایکس پي وېنډوز نوې نسخې رایستلې دي.
د ایکس پي ځینو اوسنیو کاروونکو له مایکروسافټ سره د خپل چلیځ سیستم Operating System د لا خوندي کولو لپاره قراردادونه کړي، مانا دا چې له پخوانیو کودونو به ځان لیرې ساتي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د برتانیا حکومت د "ایکس پي" له مایکروسافټ شرکت سره د چلیځ نظام د خوندي کولو په خاطر د پنځه نیم میلیون پاونډو په ارزښت یو قرارداد کړی دی.
د هالنډ حکومت هم په یوه ورته قرارداد کې "میلیونونه یورو" مایکروسافټ ته ورکړي، چې پخپلو دفترونو کې د خپلو نژدې ۴۰ زره کمپیوټرونو چلیځ نظام خوندي وساتي.
د کاسپرسکي وایروس ضد شرکت یوه لوی څېړونکي ډیویډ ایم ویلي، د "ایکس پي" چلیځ نظام کاروونکي لاهم د انټرنېټي غلو له ګواښ سره مخامخ دي" زموږ شمېرې ښيي چې زموږ پنځه برخې کارکوونکي ایکس پي کاروي، خو ګڼ یې له ناخوندي سیستم سرونه ټکوي".

د عکس سرچینه، BBC World Service
دی وايي چې د ناخونديتوب اندېښنه د تېر اپریل پر اتمه د ایکس پي د خونديتوب د نظام تر وروستۍ نسخې راوتلو وروسته زیاته شوه.
د خوندیتوب پلان
د سیمانتټکس شرکت د خوندیتوب برخې مشره اورلا کوکس وايي، ځینې انټرنېټي غله د "ایکس پي" له ځینو نیمګړتیاوو په ګټې اخیستو انټرنېټي بریدونه کوي، چې میلیونونو کاروونکو ته د هک کولو پروګرامونه استوي:

د عکس سرچینه، BBC World Service
"دغه غله هڅه کوي چې د شرکتونو مالومات غلا کړي. انټرنېټي بریدونه نه یوازې د اپډېټ پروخت کېږي، بلکې د خوندي سیستم د نشتوالي پروخت هم د دوی بریدونه دوام مومي".
د ډېټا د سمبالښت اکسوای شرکت ویاند مارک اونیل وايي، ځینې ټولنې له هغو پروګرامونو سره لاهم چلند کوي او کاروي یې، چې پر ایکس پي وېنډوز نصبېږي، خو دوی نه وي خبر چې دغه پروګرامونه نورو شرکتونو اخیستي او یا یې له ملاتړ لاس اخیستی دی.








