مایکروسافت نوی مشر نومولی دی

د عکس سرچینه، Reuters
د تکنالوژۍ سټه(لوی شرکت) مایکروسافټ وایي ساتیا نادېلا به د دې شرکت د نوي مشر په توګه د ستېو بالمېر ځای ونیسي.
ښاغلی نادېلا اوسمهال د مایکروسافت د وسایلو جوړولو او پراختیا د څانګې مشر دی.
په اګست کې ښاغلي بالمېر ويلي و، په ۱۲ میاشتو کې به تقاعد کېږي.
داسې اوازې وې چې د تکنالوژۍ د بېلابېلو وتلو شرکتونو مشرانو دې دندې لپاره عریضې ورکړې وې.
مایکروسافت همدا شان وایي بېل ګېتس به هم د شرکت له مشرۍ لاس په سر کېږي.
ښاغلی ګېتس به د تکنالوژۍ په برخه کې د شرکت د سلاکار دنده تر لاسه کړي.
د مایکروسافت مخکښ مستقل مشر به د شرکت د نوي ریس دنده تر لاسه کړي.
ښاغلي تومپسن د شرکت د پلټنې د کمیټې مشري په غاړه لرله او وایي شاوخوا سلو(۱۰۰) کاندیدانو دې دندې ته عریضې ورکړې وې.
ښاغلی نادېلا ۴۴ کلن دی او د مایکرسافت د شرکت دریم مشر دی.
په هند کې زېږېدلي دا مدیر په ۱۹۹۲م کال کې له مایکرسافت شرکت سره یو ځای شو.
دی د برېښنا، کمپیوټراو سوداګرۍ په برخه کې له پوهنتونه د فراغت سند لري.
په مایکروسافټ کې پانګوونکو له ډېرې مودې راهیسې دا غوښتنه لرله چې د دې شرکت مشرتوب دې بدل شي چې نوښتونه او ګټه وټه زیاته شي.
خو ځینې منتقدین وایي ښاغلی نادېلا د اداره کولو تجربه نه لري، په ځانګړې توګه د مایکروسافټ په څېر د لوی شرکت اداره کول به ورته ګران وي.








