مسکو او واشنګټن د اوکرایین کړکېچ ته حل لټوي

کیري او لاوروف

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، امریکایان غواړي چې مسکو د اوکرایین پولې ته څېرمه ځواکونه وباسي او کریمیا کې نړیوالو څارونکو ته اجازه ورکړي.

د امريکا او روسيې د بهرنيو چارو وزيران نن يکشنبه (وری ۱۰/مارچ ۳۱) په پاريس کې سره ګوري چې د اوکراين پر کړکېچ به په کې بحث کوي.

دغه پرمختيا د ولسمشر ولادیمير پوتين او د هغه د امريکايي سيال بارک اوباما ترمنځ د تېرې جمعې ورځې له ټليفوني خبرو وروسته کېږي، چې کرملېن يې په اړه ويلي ګواکې دواړه مشرانو د داسې ګامونو ارزونه وکړه چې نړيواله ټولنه يې د سيمې ثبات لپاره اخيستی شي.

دا له هغه راهيسې چې امريکا او اروپا د روسيې له لوري د کريميا د نیولو په پايله کې د ولسمشر پوتين پر ځينو نژدې ملګرو بنديزونه لګولي، د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړۍ مخامخ خبرې وې.

مسکو کې د بي بي سي خبريال ډنيېل سنډفورډ دې ته کتنه کړې چې دا خبرې څه مانا لرلی شي:

سپينې ماڼۍ ويلي دا ولسمشر ولادیمير پوتين و چې ټیليفون يې پورته کړ او دا چې د دواړو ترمنځ خبرې هم د کرملېن د واکمن پيلامه وه، مسکو هم دا خبره نه ده رد کړې.

دا کېدی شي د دې نښه وي چې روسي مشرانو پرېکړه کړې د اوس لپاره د دغه کړکېچ پوځي پړاو تېر شوی او اوسمهال د روسيې غوره ګټې په ډيپلوماسۍ کې نغښتې دي.

د امریکا په غوښتنه له کریمیا روسي عسکر خپلو اډو ته ستنېږي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د امریکا په غوښتنه له کریمیا روسي عسکر خپلو اډو ته ستنېږي.

د روسيې لسګونه زره جګړه ييز ځواکونه لا اوس هم د اوکراين پر پوله پراته دي.

د سيمې اوسېدونکو تازه ټانکونه او توپچي ليدلي چې تېره اوونۍ هلته رسېدلي وو.

خو د روسيې د بهرنيو چارو وزير سیرګې لاوروف يوه روسي ټلوېزيون ته ويلي، چې اوکرایين ته د ننوتو هېڅ تکل نه لري:

"موږ له پولو اوکرايین ته د ورتېرېدو په بشپړه توګه هېڅ تکل يا علاقه نه لرو. په بشپړ ډول هېڅ. ټول هغه څه چې غواړو يې، تر ډېره دا دي چې ګډ کار وکړو. موږ غواړو دغه پارونې، چې لوېديځ هېوادونه يې تر ټغر لاندې د تېرولو هڅه کوي، او غواړي چې له مخې حالت د هوکړې رڼا کې وړاندې کړي، ودرول شي. موږ غواړو دوی خپل مسؤوليت وپېژني".

په مسکو او واشنګټن کې دواړه ولسمشران په روښانه د داسې څه شتوالي احساسوي چې بايد بحث پرې وشي.

اوس د جان کېري او سیرګي لاوروف مخامخ کتنه هم د دې ښکاروندويه ده چې د کړکېچ سړولو لپاره، دواړه لوري له ډيپلوماسۍ پرته بله لاره نه ویني.

اوکراییني عسکر کریمیا کې د روسي پوځيانو تر ورتګ وروسته له خپلو اډو وځي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، اوکراییني عسکر کریمیا کې د روسي پوځيانو تر ورتګ وروسته له خپلو اډو وځي.
روسي سمندري پوځیانو هم د اوکرایین کښتۍ او سمندري اډې نیولې.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، روسي سمندري پوځیانو هم د اوکرایین کښتۍ او سمندري اډې نیولې.