"روسیه دې خپل پوځیان د اوکرایین له پولې په شا کړي"

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له روسیې غوښتنه کړې چې د اوکرایین له پولې خپل ځواکونه په شا کړي او په دې توګه ترنګلتیا کمه کړي.
ګومان کېږي چې روسیې د اوکرایین په ختیځ کې له پولې سره څو زره پوځیان ځای پرځای کړي دي.
ښاغلي اوباما یوې تلویزیوني شبکې سي بي ایس سره په خبرو کې وویل کېدای شي دا د اوکرایین د وېرولو لپاره یو عمل وي او یا هم د روسیې اضافي پلانونه وي.
په همدې حال کې یوه روسي امنیتي چارواکي ویلي چې د لوېدیځ د ګواښونو د مخنیوي په خاطر یې استخباراتي اقدامات ترسره کړي دي.
الکساندر مالیواني زیاته کړه چې د مسکو پرضد بهرني ګواښونه ډېر شوي، او د کریمیا او ختیځ اوکرایین د خلکو ناوړه غوښتنې په امریکا او د امریکا په متحدو هېوادونو کې د ویرې سبب شوي دي.
نوموړي وویل چې د لوېدیځ د اقداماتو پرضد چې د ده په خبره په سیمه کې د روسیې د نفوذ د کمزوري کولو په خاطر کېږي دفاعي استخباراتي اقدامات ترسره شوي دي.
نوموړي وویل چې دا سیمه مسکو ته ډېر ارزښت لري.
په همدې حال کې د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن ویلي چې د اوکرایین پر پوله د روسیې پراخ پوځي حضور په جدي توګه د اندیښنې وړ دی.
نوموړي زیاته کړه چې د دریو بالتیک هېوادونو، ایستونیا، لاتویا او لیتوانیا په ګډون يې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع لپاره پلانونه جوړ کړي دي.








