مکسيکو د نشه يي توکو مهم قاچاقچي وژلی

د عکس سرچینه، AFP Getty
په مکسیکو کې چارواکي وايي، د نشه يي توکو هغه مهم قاچاق وړونکی یې وژلی، چې درې کاله پخوا یې په ډزو د وژل کېدو په اړه رپوټونه ورکړل شوي وو.
د نازاریو مورینو په نوم دغه سړی د نایټس ټېمپلار قاچاقوړونکې ډلې روحاني مشر ګڼل کېده.
دغه ډله په لوېدیځې مکسیکو کې فعالیت کوي.
د نوموړي د وژنې په اړه لومړی ځل په ۲۰۱۰ کال کې له یوې نښتې وروسته رپوټونه ورکړل شوي وو، خو له نښتې وروسته د هېچا مړی نه و موندل شوی.
د حکومت د امنیتي چارو ویاند الېجاندرو روبیدو ګارسیا وايي، هغه مهال وروسته امنیتي ځواکونو ته مالومه شوه، چې مورینو لا هم ژوندی و.
د وايي: ''نازاریو مورینو نه یوازې ژوندی پاتې شو، بلکې نوموړي د دغې مجرمې ډلې په منځ کې مخکښ رول لوبولو ته ادامه ورکړه، چې ربړونې، وژنې او د انساني روغتیا ضد چارې یې د ناقانونه کړنو په ډله کې راځي''.
چارواکي وايي دا یو ډېر خطرناک سړی و، چې د ګڼو وژنو مسولیت یې پر غاړه درلود او د یوې خطرناکې ډلې مشري یې کوله.
تر دې کابو دوه مياشتې وړاندې مکسيکويي چارواکو د نشه يي توکو د يوه بل مهم قاچاقچي د نيولو خبر ورکړ.








