مکسیکو کې وسله والو ۱۰ عام وګړي وژلي

مکسیکويي چارواکي وايي وسله والو کسانو لس تنه غیر وسله وال کسان وژلي چې په یوه کور کې یې د بس بال تر لوبې وروسته لمانځنه کوله.

د چایهوا هوا ایالت لوی څارنوال ویلي په مېلمستیا کې شاوخوا دېرش کسانو ګډون درلود چې لږترلږه دوو کسانو د ټوپکو خولې پرې راواړولې او ډزې یې یې پیل کړې.

یوه اووه کلنه نجلۍ هم د وژل شویو کسانو په ډله کې ده.

ددغه آیالت یوه څارنوال ویلي ښايي دغه برید/ تېره میاشت د بېسبال له له ډګر سره نژدې د پنځو کسانو د تښتولو په غچ کې شوی وي. د چایوهوا هوا واليد پېښې په سیمه کې د تیارسۍ حالت اعلان کړی چې د لا زیات تاوتریخوالي مخه ونیول شي:

''زموږ په اند دوو کسانو ډزې کړې دي. که څه هم ځینو عیني شاهدانو ویلي چې یوه تن برید کړی، خو جنایت ترسره کېدو له سیمې له لیدلواو د ګولیو د پوچکونو تر راټولولو وروسته موږ وتوانېدو څرګنده کړو چې په پېښه کې دوه تنه ښکېل وو''.