هندي طوطي د خپل څښتن قاتل وموند

د عکس سرچینه، AFP
په هند کې یوه طوطي د خپل څښتن د قاتل په موندلو کې مرسته کړې ده.
څو ورځې وړاندې، د هند شمال اګره ښار یوې ښځې مېړه کور ته تر ستنېدو وروسته د مېړه او مېرمنې ترمنځ لفظي شخړې چاپېریال ډېر خراب کړی و.
له کوره د مېرمنې ګاڼه هم غلا شوي وو.
د سړي مېرمن او سپی وژل شوي وو.
خو په قفس کې بند طوطي د قتل پرمهال هرڅه په سترګو لیدلي وو.
د یوې سیمه ییزې ورځپاڼې د راپور له مخې، د سړي دې ته پام شو، چې د وراره د نوم په اخیستلو طوطي چیغې وهي.
د طوطي غبرګون هم د کورنۍ غړي هک پک کړل، او د حقیقت لټولو ته یې لا نور نژدې کړل.
دوی وپتېله چې طوطي هغه مهال نارامه شي، چې د وژل شوي سړي د وراره نوم واخیستل شي.
بالاخره د کورنۍ غړي د طوطي د نارامۍ په اړه پولیسو ته وايي، خو د قاتل نوم چې اخیستل کېږي، طوطي چیغې وهي، همدا وه چې پولیسو شکمن قاتل ونیو، او د پلټنو پرمهال یې خپل جرم ومانه.
افشا کوونکی طوطي ''هیرا'' نومېږي، چې په هندي ژبه کې د الماسو په معنا دی.
د سیمې د پولیسو مشر منلې ده، چې د هیرا له همکارۍ پرته یې د دغه مرموز قتل مجرمین ژر نه شوای افشا کولی.
د هند 'پرېس ټرسټ' اژانس په حواله، د طوطي غبرګون د دې لامل شو، چې پولیس د شکمن سړي لا ډېر لټون وکړي، چې بالاخره تر ډېرو هڅو وروسته یې د جنایت عاملین ونیول.








