د ډيلي مشر وزير اروند کيجريوال استعفا کړې

د عکس سرچینه، Reuters
اروند کيجريوال چې په تېرو ايالتي ټاکنو کې يې دوه سترو ګوندونو ته ماتې ورکړه او د ډيلي مشر وزير شو د فساد ضد لايحې د نه تصویبېدو له امله يې استعفا کړې ده.
ښاغلي کيجريوال تېر کال د ډسمبر پر ۲۸مه د نوي ډيلي د اووم مشر وزير په توګه لوړه وکړه.
په ايالتي اسمبلۍ کې د اروند کيجريوال د عام ادمي/ عادي سړي ګوند د ۷۰ څوکيو نه د ۲۸ ملاتړ له ځانه سره لري.
خو د فساد ضد لایحې د تصويبېدو لپاره د نورو ګوندونو ملاتړ ته هم اړتيا وه، چې هغوی يې له منلو ډډه وکړ.
اپوزېسيون ګوندونو د فساد ضد په تړاو دغه لايحه له دې امله نه ده منلې، چې د دوی په خبره اسمبلۍ ته تر وړاندې کېدو مخکې يې د حکومت تصويب له ځانه سره نه درلود.
که دغه لايحه منل شوې وای، نو داسې يوه اداره به رامنځته شوې وای چې کولای يې شول د فساد په تړاو له حکومتي چاراکو، افسرانو او سياستوالو نه پوښتنې ګروېږنې وکړي.
د اپوزېسيون ګوندونو دريځ دا دی، چې د عام آدمي ګوند د يوه داسې قانون د منلو هڅې کوي، چې حکومت يې اجازه نه ورکوي.
دغه ګوند اسمبلۍ ته د فساد ضد لايحې له وړاندې کولو وړاندې له وفاقي حکومت نه د دې د تصویبېدو انکار کړی دی.
په هند کې د فساد پر ضد د کمپاين پر مخ بيولو لپاره د عام آدمي ګوند مشر کيجريوال د روان کال په جنورۍ مياشت کې د ايالتي اسمبلۍ باور ترلاسه کړی و.
د ۷۰ غړو په دغه اسمبلۍ کې ۲۸ يې د دغه ګوند دي، خو د کانګرس ګوند اتو غړو يې هم په دې برخه کې ملاتړ کړی و.
اروند کيجريوال ۴۹ ورځې د ډيلي د مشر وزير په توګه کار وکړ.
د جمعې پر ورځ د خپل ګوند له مرکزه بهر خپلو سلګونه پلويانو ته په وينا کې ښاغلي کيجريوال وويل، د هېواد دوه سترو ګوندونو بهارتي جنتا او واکمن کانګرس د فساد د مخنيوي قانون تاييد نه کړ.
ده وويل چې زما د ګوند کابينې پرېکړه کړې، چې موږ له واکه لرې شو او دا زما استعفا ده.








