د هند پارلمان کې د مرچکو سپرې ګډوډي رامنځ ته کړه

د مرچکو د سپری له استعمالېدو وروسته یو شمېر وکیلان روغتون ته ولېږدول شول.

د عکس سرچینه، AFP GETTY

د عکس تشریح، د مرچکو د سپری له استعمالېدو وروسته یو شمېر وکیلان روغتون ته ولېږدول شول.

د هندوستان په ولسي جرګه کې وروسته له هغه ګډوډې رامنځ ته شوه چې یوه وکیل د غونډې ګډوډولو لپاره د مرچکو سپری وکاروله.

وکیل راجا ګوپال چې له واکمن ګانګریس ګوند سره تړاو لري، له هغه پلان سره مخالفت درلود چې له مخې به یې د هندوستان په سویل کې د تلنګانه په نامه یو نوی ایالت جوړ شي.

د مرچکو د سپری له استعمالېدو وروسته د یو شمېر وکیلانو حالت دومره خراب شو چې ان روغتون ته ولېږدول شول.

د هندوستان په پارلمان کې کله کله پېښې رامنځ ته کېږي خو د پنجشنبې د ورځې پېښه داسې وه چې هیڅ اټکل یې نه کېده.

راجا ګوپال هغه مهال یوه شیشه ماته او د مرچکو سپری استعمال کړه چې د کورنیو چارو وزیر سوشیل کومار شیندې په اندراپردېش ایالت کې د تلنګانه ایالت د جوړولو پلان وړاندې کاوه.

ځیني رپوټونه خو دا هم وايي چې یوه بل وکیل چاقو ایستلی و او ګڼو نورو په خپلو کې نښتې وکړې.

د پارلماني چارو وزیر کمل نات ویلي، ده ته ویل شوی چې یو شمېر وکیلانو ګاز کارولی، یوه وکیل چاقو ایستلی و او ځینې نورې وسلې هم ایستل شوې وې.

نوموړي ویلي هغه څه چې په پارلمان کې رامنځ ته شول د هندوستان پر پرلماني دیموکراسۍ یو لوی داغ دی.

خو راجا ګوپال وايي ده د مرچکو سپری د ځان د دفاع لپاره وکاروله.

دی وايي پرې برید وشو ځکه دی اړ شو چې د مرچکو سپری وکاروي.

تیلنګانه سیمه ۳۵ میلیونه نفوس لري. که دغه ایالت جوړ شي د اندراپردېش ۱۰ ولسوالۍ به د دې ایالت اړوندې شي او حیدراباد ښار به هم د همدې ایالت مرکز شي.

د دې ایالت غوښتوونکي وايي حکومت دوی له پامه غورځولي، ځکه غواړي چې دغه نوی ایالت جوړ شي.

خو مخالفین یې وايي که دغه ایالت جوړ شي، هغه لویې تخنیکي او نورې کمپنۍ چې په حیدراباد کې دي د دوو ایالتونو ترمینځ د ۱۰ کلونو لپاره ویشلي پاتي تر هغه چې د اندراپردېش ایالت نوی مرکز وده کوي.