هند کې د بس ټکر اته کسان وژلي

د عکس سرچینه، AP
د هند لوېديځ مهارشترا ایالت کې یوه بس کې اور لګېدلی، چې له کبله یې لږترلږه اته کسان وژل شوي دي.
رسنۍ وايي، دغه بس د مهارشترا له پونه ښاره د ګوجرات احمد اباد ښا ته روان و.
بس پر عمومي سړک له یوې لارۍ سره تر ټکر کولو وروسته اور اخیستی دی.
پېښه د چارشنبې ورځې پر ګهیځ وختې شوې ده.
پېښه کې څوارلس کسان ټپیان شوي هم دي.
د بسونو د ټکر پېښې په هند کې معمولي دي، چې کارپوهان یې لامل بسونو کې د خوندیتوب د اسانتیاوو نشتوالی او د چلوونکو بې احتیاطي ښيي.
تر دغې پېښې وروسته پر عمومي سړک د ترافیکو تګ- راتګ بند شوي دی.
پېښه له ممبۍ ښاره نژدې ۹۰ کیلومتره (۵۵ میله) لیرې شوې ده.
د سیمه ییزو پولیسو یوه چارواکي بي بي سي ته ویليو چې دغه لوکس بس له هغې لارۍ سره ټکر شوی، چې د ګازو ډبې په کې بار وې.
په وژل شویو کې د بس چلوونکی هم دی.
۱۱ ژوبل شوي کسان نژدې روغتون ته وړل شوي.
په تېر اکتوبر کې لږترلږه ۴۲ کسان وروسته تر هغه ووژل شول، چې یو لوکس بس د هند په اندرا پرادیش ایالت کې اور واخیست.
پولیسو ویلي وو، چې بس له یوه تېل وړونکي ټانکر سره ټکر کړی و.
په ۲۰۰۸ کال کې د هند په شمالي اتراپرادیش ایالت کې تر ۶۰ ډېر کسان د بس د اور اخیستو په یوه پېښه کې وژل شوي وو.
د هند د جرمونو دثبت ملي ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۲ کې د هند ترافیکي پېښو نژدې ۱۴۰۰۰۰ کسن وژلي دي.








