د هند یوه اورګاډي کې اور لګېدو ۲۳ مسافر وژلي

د هند اندرا پردیش ایالت کې یوه اورګاډي کې اور لګېدنې لږترلږه ۲۳ کسان وژلي، چې دوه په کې ماشومان دي.
اور د شنبې پر ګهیځ د سوېلي اندرا پردیش ایالت په اننت ولسوالۍ کې رامنځ ته شوی.
د هند د اورګاډي د پټلیو د چارو ویات سي ایس ګوپتا ویلي، اورګاډي کې ۶۷ کسان سپاره وو.
چارواکي وايي، د اورګاډي چلوونکي د اور له لګېدو سره سم اورګاډی درولی او ژر د اور وژنې مامورین ور رسېدلي دي.
ګوپتا زیاتوي، چې زیاتره سپاره کسان د ساه بندۍ او لوګي له کبله مړه شوي.
دغه اورګاډی له بنګلور ایالته اننت ته روان و.
تر اوسه د اور لګېدو لامل نه دی څرګند شوی.
د هند لومړي وزیر منموهن سینګ پر خپله ټویټر پاڼه پر دې پېښې سخته خواشیني ښوولې چې په وینا یې "پر دغې پېښې ټول خواشيني شوي یو، چې ګڼ هېوادوال پکې مړه شول".
نوموړي اړوندو چارواکو ته په دې ولایت کې د قربانیانو کورنیو ته د لازمو مرستو رسولو امر کړی.
د هند د اورګاډي د چارو د مسؤولینو په وینا، هره ورځ په دې هېواد کې د اورګاډي په مټ تر ۹۰۰۰ ډېر سفرونه کېږي، چې لږترلږه ۱۸ میلیونه کسان په کې بېلابېلو سیمو ته سفر کوي.
تېر کال، اندرا پردیش ایالت کې د یوه اورګاډي د اور اخیستو له کبله لږترلږه ۴۷ کسان مړه شوي وو.








