د شادمن سلیزې د بنګله دېش لوبډله بريالۍ کړه

د افغان لوبډلې بله لوبه له استراليا او ورپسې له نميبيا سره ده
د عکس تشریح، د افغان لوبډلې بله لوبه له استراليا او ورپسې له نميبيا سره ده

د افغانستان تر ۱۹ کلنو ټيټ عمره ملي لوبډلې په عربي متحده اماراتو کې نن بنګله دیش ته خپله لومړنۍ لوبه وبایلله.

دغه لوبې د ۲۰۱۴ کال نړیوالې اتلولۍ دي، چې پرون پیل شوي دي.

خوشحال تايب چې دغه لوبه څارلې وايي، د لوبې پچه یا ټاس د بنګله دیش لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د منډو جوړو بلنه ورکړه.

افغان لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې ۲۱۲ منډې جوړې کړې او بنګله دیش لوبډلې ته یې ۲۱۳ منډې هدف کېښود.

افغان لوبغاړو ښه پیل درلود، خو وروسته یې لوبه ورو شوه او لوبغاړي هم یو پر بل پسې وسوځېدل.

په افغان منډه جوړوونکو کې محمد مجتبی ۴۷، حشمت شهیدي ۴۳، ناصر احمدزي ۴۱ او عثمان غني ۲۷ منډې جوړې کړې.

خو نور لوبغاړي زیات ونه ځلېدل. څلور افغان لوبغاړي په منډه/ رن اوټ شول.

بنګله دېش د لوبې پيل ښه وکړ، شادمن اسلام او جویراز شیخ ښه او ترپايه ملګرتیا وکړه.

افغان توپ اچوونکو ونه شو کولای چې دوی له مخې لېرې کړي، او په دې سره د بنګله دیش لوبډلې په لسو ویکټو افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

شادمن اسلام د خپلې لوبډلې لپاره ۱۲۶ او شیخ بیا ۸۱ منډې جوړې کړې.

په دې سره افغانستان د ۱۹ کلنو اتلولۍ خپله لومړۍ لوبه بنګله دیش ته وبایلله.