د کرېکټ له لارې خلکو ته د ټاکنو پوهاوی

رایه ستاسې غږ! د پکتیا ولایت اوښتون کلتوري ټولنې په دغه نوم سره د سویل ختیځ زون په ۴ ولایتونو کې، فرهنګي فعالیتونه او د کرېکیټ سیالۍ پیل کړې چې موخه یې د ټاکنو په اړه د خلکو پوهه لوړول او رایې اچونې ته هڅول دي.
دا لړۍ په خوست کې د کرېکېټ د شلو لوبډلو تر منځ په سیالیو سره پیل شوه.
د خوست والي عبالجبار نعیمي وایي لوبغاړي په خپلو هڅو سره لوی پیغام رسوي چې هغه په راتلونو ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون دی.
لکه چې مصطفی سالیک په خپل رپوټ کې کاږي، ښايي لومړی ځل وي چې په دغه هېواد کې د ټاکنو په اړه د خلکو د پوهې ډېرولو په موخه د سویل ختیځ زون په څلورو ولایتونو خوست، پکتیکا، پکتیا او غزني کې د کرېکیټ سیالۍ له خوسته پیل شوې.
دا لوبې د پکتیا اوښتون کلتوري ټولنې په نوښت پیل شوې.
د دغه فرهنګي بنسټ مرستیال داود تپان وايي په هر ولایت کې به شل لوبډلې یو تر بله سیالۍ کوي چې په پایله کې به یې ګټونکې لوبډلې د زون په کچه د اتلولۍ د جام خپلولو په موخه ډګر ته ځي.
د ټاکنو د ارزښت جوتولو په هیله لوبې کول يو نوښت دې او مخکې له وخته به وي چې د اغیز کچه یې جوته شي.
د خوست ولایت یو شمیر کریکیټ لوبغاړي دا چاره ارزښتمنه بولي او وايي د لوبو نندارې ته ډیر خلک ورځي.
بله دا چې لوبه د سولې نښه ده چې تر سره کيږي، نو سولیزې ټاکنې هم شونې دي.
د خوست والي عبدالجبار نعیمي د اوښتون کلتوري ټولنې دغه نوښت ته هرکلی ووایه، او ویې ويل لوبغاړي د لوبې په مټ د ټاکنو لوی او ارزښتمن پیغام ولس ته رسوي.
اوښتون ټولنه يوازې د کرېکېټ لوبو په مټ خلک ټاکنو ته نه ور بولي بلکې د ورته موخې لپاره مشاعرې او نورې کلتوري غونډې هم جوړوي.
دا لړۍ هم ن په خوست کې له یوې مشاعرې پیل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې په خوست کې ټاکنیزې هلې ځلې پيل شوي او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان يو په بل پسې خپل ټاکنیز دفترونه پرانېزي.








