ايرلنډ له افغانستان سره کرېکټ لوبه کابو کړه

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د لويو وچو يا اينترکانتينينتل کپ په پايلوبه کې دويمه ورځ د افغان لوبغاړو لپاره ښه نه وه او سياله لوبډله يې برلاسې شوه.
ايرلنډ اول ځل: ١٨٧ دويم ځل ١٥٩ دوه کسه سوځېدلي
افغانستان اول ځ: ١٨٢
افغانستان د دويمې ورځې لوبه د درو لوبغاړو په سوځېدا او ٨١ منډو پيل کړه.
په لومړي ساعت کې رحمت شاه او اصغر ستانکزى ښه ولوبېدل. خو کله چې رحمت شاه د ٢٠ منډو په جوړولو وسوځېد ورسره افغان لوبډله هم زړه ماتې شوه.
اصغر ٤١ او کپتان نبي ٤٢ منډې وکړې خو نور ونه درېدل.
د افغانستان ټوله لوبډله يوازې په ١٨٢ منډو وسوځېدله او ايرلنډ په لومړۍ پاڼۍ کې د پنځو منډو لاسبري وموندله.
په دويم وار ايرلنډ ښه لوبه وکړه او د ورځ په پاى کې يې يوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي وو او ١٥٩ منډې يې درلودې.
افغانستان بايد په دريمه ورځ د ايرلنډ لوبغاړي ژر وسوځوي که نه نو لوبه يې له لاسه وتلې ښکاري.
افغانستان په ٢٠١٠ کال کې د لويو وچو اتلولۍ گټلې وې.
په تېرو ١٥ لوبو کې افغانستان ماتې نه ده خوړلې خو ايرلنډ چې د دغو اتلوليو پخوانى څو ځلي اتل دى هوډمن دى چې بيا جام پورته کړي.








