د اوکراین پارلماني غړي د ولسمشر واک کمول غواړي

د عکس سرچینه، AFP
د اوکراین پارلمان د اساسي قانون د بحران په لړ کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې موخه یې د ولسشمر ویکتور یانو کوویچ د واک را کمول دي.
دا د حکومت مخالفینو اصلي غوښتنه ده چې که پارلمان اوس عمل ونه کړي نو بیا به د لاریونونو څپه نوره هم پسې سخته او خطرناکه شي.
خو د پارلمان ولسمشر پلوي غړي له دې ګام سره مخالفت کوي.
د دوی ویاند د پنجشنبې تر سهاره وخت ورکړی چې د حل لاره وموندله شي.
د اوکراین په بحران کې چې له نوومبره پیل شو، په کیف کې په لاریونونو کې کم ترکمه ۶ تنه وژل شوي دي.
د هېواد ځینې سیتاستوالو خبرداری ورکړی چې هېواد یې کورنۍ جګړې ته ننوتلی شي.
وړاندې د روسیې د اوکراین حکومت مخالفو مشرانو ته خبرداری ورکړی و چې د ګواښ هلې ځلې پای ته ورسوي او له حکومت سره خبرو ته کېني.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي د حکومت مخالفو فعالینو هغو هڅو اندېښمن کړي چې د حالت کړکېچ غواړي.

د عکس سرچینه، Reuters
په کیف کې لاریونیانو یو ځل بیا د ولسشمر ویکتور ینو کوویچ استعفا غوښتنه کوله چې له څلور ورځنۍ ناروغۍ وروسته نن کار ته ستون شوی و.
اروپایي ټولنه او امریکا دواړه په پور کې ډوب اوکراین سره د پیسو پور ته چمتو دي.
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې کاترین اشتون ویاند د دوشنبې پر ورځ( فبروري ۳مه) وویل، په داسې حال کې چې اوکراین له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ دی، موږ له دغه هېواد سره د مرستو لارې چارې لټوو.
اروپایې او امریکايي چارواکي وایي دا مرستې به د کیف له خوا په اصلاحاتو راوستو پورې تړلې وي.
د دې پلان زیات جزیات نه دي په ډاګه شوي.
ګڼ لاریونونه له نوومبر راهیسې روان دي چې ولسمشر ینو کوویچ له اروپایی ټولنې سره د اړیکو د ښه کولو پر ځای له روسیې د پور غوښتنه وکړه.
د یکشبنې پر ورځ(فبروري ۲مه) زرګونه کسان په کیف کې له نوو لاریونونو سره یو ځای شول او حکومت مخالفو مشرانو په کې له نړیوالو د مرستې غوښتنه کوله.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي دوی د اوکراین د راتلونکې په اړه د مونیخ غونډې اندېښمن کړي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزرات په اعلامیه کې راغلي "موږ تمه لرو چې د اوکراین حکومت مخالفین له ګواښونو ډډه وکړي او حکومت ته خبرداری ورنه کړي."
روسيې له اوکرایني حکومت مخالفینو غوښتي چې له حکومت سره خبرو اترو ته کېني.
د روسیې د بهرنیو چارو وزرات اعلامیې له مخې "په دې توګه د اساسي قانون په چوکاټ کې له اوسني بحرانه د وتلو لاره موندل کېدی شي."
روسیې همدا اوس له اوکراین سره د ۱۵ میلیارد ډالريزې مرستې راتلونکې جوپې ځنډول اعلان کړي دي.








