د اوکراين حکومت مخالفو د تازه ټاکنو غږ کړی

په اوکراين کې د حکومت مخالفو ګوندونو په داسې وخت کې له وخت مخکې ټاکنو غږ کړی چې د حکومت پر ضد چې نه غواړي له اروپايي ټولنې سره د ملګرتيا يا تړاو هوکړه لاسليک کړي احتجاجونه روان دي.
دوی ويلي د "ملي مقاومت" مرکز به جوړېږي، او ورپسې به د هېواد په کچه کاربنديز کېږي. په زرګونه خلک چې په زوره تيت شوي، اوس بيا په پلازمېنه کيېف کې سره غوند شوي دي.
ولسمشر وېکټور ينکووېچ ويلي د تاوريخوالي له امله "په ژوره قهرېدلی" دی.
اټکل دی د يکشنبې پر ورځ يو ستر لاريون وشي. بندۍ شوې پخوانۍ لومړۍ وزيرې يوليا ټيموشېنکو خلک هڅولي چې حکومت راوپرځوي. داسې ښکاري چې اوکراين د روسيې له لوري له فشار وروسته له اروپايي ټولنې سره له تړون لاسليکولو لاس اخيستی وي.
د جمعې پر ورځ د ليتوانيا پلازمېنه کې د سرمشريزې پای کې د اروپايي ټولنې مشرانو کوتڅنډنه وکړه دوی به د روسيې له لوري له پخواني شوروي اتحاد رازېږېدلو هېوادونو سره د دغې ټولنې په اړيکو کې لاسوهنه ونه زغمي.

دغه سرمشريزه له جورجيا او مولډوا سره پر لنډمهاله هوکړه ليکونو سلا شوه.
يو شمېر لوېديځو هېوادونو د لاريونيانو تيتولو په موخه، چې د کيېف ازادۍ ميدان کې غونډ شوي وو، د شنبې سهار مهال مداخلې کړو وړو غندنه کړې، چې يو شمېر خلک په کې ټپيان شوي دي.
د اوکراين انټرفکس خبري اېجنسۍ د پوليسو له خولې ويلي دوی له "يو شمېر پېښو" وروسته د ازادۍ ميدان پاکولو پرېکړه وکړه. خو دا څرګنده نه ده چې دوی څه ډول پېښې يادوي.
ولسمشر ينوکوېچ له خپل لوري په يوه اعلاميه کې ويلي: "زه د هغو پېښو له امله چې د شپې مهال په ازادۍ ميدان کې شوې، په ژوره قهرېدلی يم. زه د دغو عملونو غندنه کوم چې له امله يې ټکر راغلی او خلک ځورېدلي دي."
د اوکراين سياسي مخالفانو غړيو د لاريونيانو تيتولو له پېښو وروسته د بيړنيو خبرو لپاره غونډه کړې ده.
اوس د يکشنبې پر ورځ د ستر لاريون اعلان هم شوی دی.
مېرمن ټيموشېنکو لاريونيان هڅولي "تر هغه چې نظام له سوله ييزو لارو نه وي راپرځېدلی" تسليم نه شي.
په یوه پيغام کې چې لور يې لوست مېرمن ټيموشېنکو خپل هېوادوال هڅولي: "د اوکراين له ټولو برخو که د هوا له لارې وي، په موټرونو او يا پلې توګه وي، کيېف ته وخوځېږئ، او د دسمبر پر لومړۍ سره راغونډ شئ."
د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياندې جېن ساکي "د حکومت له لوري د سوله ييزو لاريونيانو پر وړاندې د زورزياتي" غندنه کړې ده.
بهرنی فشار

تېره اوونۍ ولسمشر ينوکوېچ ويلي وو له اروپايي ټولنې سره د ملګرتيا يا تړاو هوکړه ليک لاسليکولو تياريانې ځنډوي، چې له مخې به يې د توکو لېږد رالېږد پر وړاندې پولې پرانيستل کېدې او هم به يې د تلو راتلو بنديزونو نرمښت پړاو پيلېده.
ده وويل د روسيې له خوا فشار دې ته اړ کړی چې داسې پرېکړه وکړي. ښاغلي ينکوېچ دليل وايه چې اوکراين له روسيې سره د سوداګرۍ بهير نه شي قرباني کولی.
د اروپايي ټولنې شورا مشر هرمان وان رومپوی وويل دواړه خواوې په وېلنيوس کې د ملګرتيا هوکړه ليک لاسليکولو ته "خورا نژدې شوي" وو، خوا زياته يې کړه: "موږ بايد پر بهرني فشار بريالي شو".
د جرمني لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل ويلي د اوکراين لپاره به ورونه تل پرانيستي وي.
په کيېف کې د ازادۍ ميدان په ۲۰۰۴ کال د نارنجي پاڅون ډګر و، چې له مخې يې په خپله ينوکوېچ راورپرځول شو، او لوېديځ پلوی حکومت واک ته ورسېد.
ښاغلی ينکوېچ له دغه پاڅون ۵ کاله وروسته بيا ولسمشر وټاکل شو، او په ډېر کم توپير يې د هغه مهال لومړۍ وزيرې ټيموشېنکو ته، چې د نارنجي پاڅون مخکښه څېره ده، ماتې ورکړه.
په ۲۰۱۱ کال کې دا له واکه د ناوړه ګټې په تور په ۷ کاله بند محکومه شوه، يوه داسې قضيه چې په لوېديځ کې په پراخ ډول پرې د سياسي کسات نيوکې کېږي.
مېرمن ټيموشېنکو له تېرې دوشنبې راهيسې له اروپايي ټولنې سره د هوکړه ليک نه لاسليکولو له امله، له خوراک لاس نيولی دی.








