اروپا د روسيې د مداخلې په اړه خبرداری ورکړی

اوکراين غواړي چې روسيه دې په دې تړاو خبرو کې ښکيله شي
د عکس تشریح، اوکراين غواړي چې روسيه دې په دې تړاو خبرو کې ښکيله شي

اروپايي اتحادېې وروسته له هغې د روسيې د مداخلې په اړه خبردارى ورکړ چې د اوکراين ولسمشر ويکتور ينوکويچ له اروپايي اتحاديې سره د سوداگرۍ د مهم تړون له لاسليک کولو ډډه وکړه.

لاتوانيا کې د اروپايي اتحادېې په سر مشريزه کې د وروستيو شيبو هڅې چې نوموړى دې کار ته اړ کړي بريالې نه وې.

اوکراين غواړي چې روسيه دې په دې تړاو خبرو کې ښکيله شي، خو اروپايي اتحاديې درې اړخيزې خبرې رد کړي دي.

د بي بي سي د ډيپلوماتيکو چاروخبرېال کريس موريس پرې د لاتوانيا له پلازمېنې ويلنوس نه په خپل راپور کې وايي، له اوکراين سره د دغې موافقې لاسليکول د اروپايي اتحادېې د سرمشريزې مرکزي موضوع وه.

دې موافقې کولاى شول چې د اروپا په يوه لوى هېواد کې بدلون راوستلى واى او د اروپايي اتحاديې واحد بازار ته يې لاسرسى موندلى واى.

خو د روسيې له لوري د سخت فشار او په دې ډله کې د اوکراين پرضد د اقتصادي بنديزونو د لگولو د گواښ له کبله ولسمشر ويکتور ينوکويچ دا رد کړه چې دغه تړون لاسليک کړي.

اروپايي اتحاديه وايي لاهم په دې برخه کې د اوکراين لپار ور پرانيستى دى، خو ښاغلى ينوکويچ غواړي چې په دې اړه راتلونکو خبرو کې روسيه ښکيله کړي.

د اروپايي کمېسيون مشر جوزي مانويل باروسو وويل اروپايي اتحاديه نه شي کولى چې دغه وړانديز ومني.

د پخواني شوروي اتحاد دوو نورو جمهوريتونو گرجستان اوملداويا په سرمشريزه کې له اروپايي اتحاديې سره د موافقو نوښت وکړ، خو په لاسليکولو کې يې پاتې راغلل.

د اروپايي اتحاديې چارواکي وايي د هربل وخت په پرتله يې د ډېر گټور تړون وړانديز کړى چې وايي اوکراين دغه امکانات له لاسه ورکوي.

د بريتانيا لومړي وزير ډېويډ کاميرون وويل دا يې د هېواد په گټه ده چې د اروپايي اتحاديې ختيځو پولو په گاونډ کې پرمختللي او باثباته گاونډيان ولري، خو وايي د اروپا او روسيې ترمنځ به لانجه روانه وي.

سترې جيو سياسي مسالې له خطرسره مخامخې دي او روسيه باورلري چې اروپايي اتحاديه غواړي هغو سيمو ته خپل نفوذ وغځوي چې روسيه يې د خپلو گټو سيمې بولي.

خو د اروپايي شورا مشر هيرمن وان رومپي وويل د روسيې کړنې له هغې سره په ټکر کې دي چې څنگه دې په يوويشتمه پيړۍ کې نړيوالې اړيکې تنظيم شي.