اروپا کې د زیاتېدونکې کډوالۍ پر سر بحث
د اروپا د کورنیو چارو وزیران نن په لوګزامبورګ کې سره غونډیږي چې په اروپا کې د مخ په زیاتېدونکو کډوالو په اړه خبرې وکړي.
د ایټالیا لومړي وزیر اینرېکو لېتا وروسته تر هغه د ډېرو مرستو غوښتنه وکړه چې تېره اونۍ د لامپودوسا په ټاپو کې د افریقايي کډوالو بېړۍ ډوبه شوه.
راپورونه وايي چې په دغه بېړۍ کې تر اوسه له ۲۰۰ د ډېرو کډوالو وژل کېدل تاييد شوي دي.




