''د اوکراين او روسيې ترمنځ 'تاريخي' معامله شوې''

د اوکراين لومړی وزير مايکولا ازروف ويلي، چې هېواد يې له روسيې سره يوې تاريخي موافقې ته رسېدلې دی.
دی وايي دغه معامله به د اوکراين د اقتصاد په بېرته رغولو او غوړولو کې مرسته وکړي.
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په دې موافقه کړې، چې د يوکراين ۱۵ ميليارده ډالر پور به روسيه پرې کړي.
په موافقه کې دغه راز ژمنه شوې، چې روسيه به اوکراين د کازو بيه هم کموي.
ښاغلي ازروف د کابينې په غونډه کې وويل، چې دغه ژمنې به د اوکراين د مالي ثبات په خوندي کولو کې مرسته وکړي.
د اوکران مخالفو مشرانو په مسکو کې د ولسمشر یانکویچ او د هغه د روسي سیال ولادمیر پوتین ترمنځ تړون غندلی او غوښتنه کړې بايد پوه شي، د دغو ژمنو او مرستو په مقابل کې روسيه څه غواړي.
د مخالفینو مشر ویتالي کلتیچکو په کیف کې اروپايي پلوه لاریون کوونکو ته وویل ښاغلی یانکویچ د هېواد له خپلواکۍ سره خیانت کوي.
سپینې ماڼۍ ویلي د روسیې او اوکراین ترمنځ تړون کې د لاریون کوونکو اندېښنو ته پام نه دی شوی.
تر دې وړاندې اوکراين له اروپايي ټولنې سره يو ځای کېدل رد کړي و، چې دې د اوکراين د خلکو غوصه راوپاروله او په مظاهرو يې لاس پورې کړ.
له تېرو څو ورځو راهيسې په پلازمېنه کيف کې له اروپايي ټولنې سره د ملاتړ په موخه مظاهرې روانې دي.








