اوکراين کې مظاهرې دويمې ورځې ته غځېدلي

اوکراین کې اپوزېسیون مشرانو د ولسمشر ویکټر یانکوېچ هغې پرېکړې پر ضد، چې له اروپايي اتحادیې سره یې د ملګرتیا یوې هوکړې لاسلیکول رد کړي، د دویمې ورځې لپاره د پراخو مظاهرو غږ کړی.

زرګونه کسان د پلازمېنې کېیف مرکزي چوک کې یو ځای شول او لاریونونو ټوله شپه دوام درلود.

اپوزېسیون دغه راز د ولسمشر ماحکمې او نویو ټاکنو ترسره کېدو غوښتنه کوي.

د ښاغلي یانوکوویچ ضد مظاهرې یوه اونۍ مخکې پیل شوې او لسګونه مظاهره کوونکي هغه مهال خوږ شول، چې پولیسو یې په کوتکو ووهل.

ولسمشر ویلي د پولیسو رویې غوسه کړی دی.