د تايلنډ لومړۍ وزیرې د پارلمان لغو کولو اعلان کړی

د تايلنډ لومړۍ وزېرې ينگ لک شيناوترا پلازمېنه بنکاک کې دولتي ضد احتجاجونو څخه وروسته د پارلمان د لغو کولو اعلان کړى دى.
تېرو دوو اونيو کې د احتجاج کوونکو غورځنگ چې د حکومت د نسکورولو هڅه کوي مشرانو دا په ډاگه کړې چې دوى پردې باور نه لري چې نوې ټاکنې به په هېواد کې روانه جړه هواره کړې.
دوى وړانديز کوي چې د " خلکو شورا" دې د پارلماني ډېموکراسۍ ځاى ونيسي. خو په دې برخه کې يې سپيناوى نه دى کړى چې دغه شورا به د چا له لوري غوره کېږي.
په دې ډول د پارلمان د لغو کولو لپاره به د آغلي شيناوترا اعلان د لسگونه زرو احتجاج کوونکو رضايت حاصل نه کړي چې بيا د بنکاک په واټونو کې راټول شوي دي.
يوې احتجاج کوونکې وويل د شيناوترا کورنۍ بايد تايلند پرېږدي او دا د جړې حل يوه برخه ده.
دا څرگنده نه ده چې آيا د اپوزسيون ډيموکرات گوند به په سياليو کې ودرېږي او يا به له ټاکنو سره شلون وکړي.
دوى پورې تړلو پارلماني غړو د يکشنبې په ورځ په ډله ييزه توگه استعفا وکړه.
په ٢٠٠٦ کال کې دغه گوند له ټاکنو سره شلون وکړ چې په پايله کې يې حالات خړپړ شول او د کودتا په ترڅ کې د آغلي شيناوترا ورور ښاغلى تاکسين له دندې لرې کړاى شو.
د اپوزسيون د شکايت جړې دادې چې پر حکومت واکمن گوند يا د بډو له لارې او ياهم د بي ثباته پرگنيزو تگلار په پايله کې پنځه ځلې ټاکنې گټلې دي.
د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره نيټه نه ده ځانگړې شوې ده خو آغلي شيناوترا ويلي دي څومره ژر چې ممکن وي دغه ټاکنې به ترسره شي.
پر٢٠١١ کال د اغلې شيناوترا د تايلند فيو گوند د پارلمان د ٢٦٥ څوکيو په گټلو سره ټاکنې وگټلې.
د تايلند د فيو گوند د هېواد پپه کليوالو او بيوزلو سيمو کې پراخ ملاتړ لري او اټکل کېږي چې نوې ټاکنې به هم وگټي.








