تایلنډ کې حکومت ضد مظاهرو زور اخيستی
په تايلنډ کې د حکومت ضد لاریون کوونکو په پلازمینه بنکاک کې د پوځ د مرکزي قوماندانۍ پر لور خپله لار په زور خلاصه کړې او همدې خواته یې مخه کړې.
لاریون کوونکو د پوځ د مرکز پر دروازه وراووښتي دي.
دغه راز ګڼ شمیر خلک د لومړۍ وزیرې یینګلک شیناواترا د ګوند د مرکزي دفتر مخې ته راټول شوي دي.
دوی تور لګوي چې نوموړې د خپل ورور او پخواني لومړي وزیر تاکسین شینواترا چې په تبعید کې ژوند کوي، په اشاره کار کوي.
لاریون کوونکي له نوموړې غواړي چې استعفا وکړي.
پرون د پنجشنبې په ورځ آغلې یینګلک وروسته له هغه چې حکومت یې یو ځل بیا له پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه کړه، د لاریونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.




