اوکراین کې ولسمشر ویکټر یانکویچ کار ته ستنېږي

د عکس سرچینه، Reuters
د یوکراین ولسمشر ویکتور یانکوویچ نن ( دوشنبه ) د ناروغۍ له امله له څلور ورځنۍ رخصتۍ وروسته خپل کار بیا پیلوي.
د حکومت مخالفین لا هم استعفا ته د هغه د اړکولو لپاره خپل کمپاین ته دوام ورکوي.
د یکشنبې په ورځ په پلازمینه کیېف کې د حکومت زرګونو مخالف لاریون کوونکي راټول شوي وو.
له بله پلوه مخکښ مخالف دیمیترو بولاتوف چې وايي د حکومت ضد لاریون پرمهال تښتول شوی او وهل شوی دی، د عاجلې درملنې لپاره د لیتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې دی.
تېره اونۍ هغه په یوه تلویزیوني چینل په داسې حال کې راښکاره شوی و، چې په وینو ککړ او برسیرن ټپي و.
د یوکراین حکومت هغه د ګڼو خلکو په ګډون د مظاهرو په تنظیمولو تورن کړی او د هغه د نیولو امر یې کړی و.
له دې مخکې د اوکراين يوه مخکښ مشر پر لويديځ غږ وکړ، چې د ده په هېواد کې د سياسي کړکيچ له حل سره د مرستې په موخه نور ملاتړ وښيي.
ارسينې يتسينيوک ويلي و چې : ''اوکراين يو 'لارښود پلان' ته اړتيا لري، نه يوه 'پوځي قانون' ته''.
ښاغلي يتسينيوک دغه څرګندونې د جرمني د ميونيخ په امنيتي کنفرانس کې له بهرنيو مشرانو سره د خبرو پر مهال وکړې.
په اوکراين کې وروسته له هغه اړودوړ خپور شو، چې په نومبر مياشت کې ولسمشر ويکتور يانکوېچ له اروپايي ټولنې سره د روسيې په پلوۍ له موافقې ووت.
د تېرې جنورۍ وروستیو کې د اپوزيسيون مشر د حکومت هغه غوښتنه رد کړه، چې ده ته يې د مظاهرو د پای ته رسېدو په مقابل کې د صدارت څوکۍ منلې وه.
د اپوزيسيون مشرانو هغه مهال ويل تر هغه به خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي، چې ولسمشر له واکه لرې شوی نه وي.
د امنيتي ځواکونو او مظاهره چيانو ترمنځ د څو اوونيو مظاهرو له امله سلګونه کسان ټپيان شوي دي.
راپورونه وايي چې په دغو مظاهرو کې تر اوسه درې مظاهره چيان وژل شوي هم دي.








