اوکراین کې د نوي قانون پر ضد احتجاج شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د یوکراین په پلازمینه کېیف کې د لاریونونو پرضد د نوي قانون د معترضینو او پولیسو ترمنځ نښته شوې .
دغلته په پلازمینه کېیف کې لسګونه زره کسان د دې لپاره راټول شوي وو چې د نوي قانون پر وړاندې د مخالفو مشرانو د غندلو ویناوې واوري.
ځینو لاریون کوونکو چې کوتکونه یې په لاس کې وو د امنیتي کمربند ماتولو هڅه وکړه چې ځان د پارلمان ودانۍ ته ورسوي.
پولیس د دوی د مخنیوي لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز، له دود تولیدوونکي ماشین او د اوبو شیندلو له ټانکرونو کار واخست.
یوې ډلې لاریون کوونکو د پولیسو یو موټر وسوځاوه . یوه اعتراض کوونکي وویل اوکرانیان اړدي چې له خپل هیواده دفاع وکړي.
' موږ یواځې دوه انتخابه لرو، لومړی دا چې خپل هېواد پرېږدو او دویم دا چې د ولسمشر او یا د هغه د ډلې تر واک لاندې ژوند وکړو. موږ اوکراینیان یو او خپلواک هېواد لرو. موږ داسې کسان لرو چې د خپل ځان د دفاع لپاره چمتو دي. موږ بله لار نه لرو اوکراین زموږ په لاس کې دی.'
اعتراضيانو د پلازمېنې کييف مرکزي ميدان چې دا تېرې دوه مياشتې يې پکې د اعتراض کلک کمپ وهلى و، راټول شوي وو.
د اعتراض د محدودولو په اړه نوى قانون چې ولسمشر ويکتور يانوکوويچ د جمعې په ورځ توشيح او نافذ کړ، ډېر پراخ دى. د نورو موادو ترڅنگ، پکې له اجازې پرته د کېږديو درول او د لوړ غږ ستېژونو جوړول بند شوي او د انټرنېت او موبايل ټېلېفون کارېدل محدود شوي دي.
لسگونو زرو کسانو د دغه قانون خلاف د اعتراض چيغې وهلې. پوليسو پر اعتراض کوونکو چې غوښتل يې ځانونه د پارلمان ودانۍ ته ورسوي بېهوشه کوونکي لاسي بمونه او د اور پنډوسونه وغورځول.
د مخالفينو يوه مشر ويتالي کليچکو وروسته وويل چې ولسمشر يانوکوويچ ومنله چې د کړکېچ د غوڅولو لپاره د ټولو گوندونو يوه جرگه گۍ راټوله کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري ويلي چې په اوکرايين کې د اعتراضونو نوى قانون د ولس اساسي حقونه محدودوي.
خو واشنگټن له دې سره سره د تاوتريخوالي د پايته رسېدو او د سياسي خبرو د پيل غوښتنه کړې ده.
په اوکرايين کې حکومتي ضد اعتراضي غورځنگ د ولسمشر يانوکوويچ له خوا له اروپايي اتحاديې سره د يوه مهم تړون له لاسليک نه تر ډډې کولو وروسته پيل شو خو وروسته د ده د استعفى تر غوښتلو پراخ شو.








