بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو پر ګاډي بمي برید شوی

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان بلوچستان ایالت کې د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان برید کې لږ تر لږه درې سرتېري وژل شوي او څلور ټپیان دي.
پېښه د بلوچستان په اوران سیمه کې رامنځ ته شوې.
برید کې ریموټ کنترول بم کارول شوی.
پېښه کې د ایف سي نومي ځواک ګاډي ته سخت زیان اوښتی او ویل کېږي، چې د دوو ټپیانو روغتیايي حالت ښه نه دی.
اوران د بلوچستان تر ټولو نا ارامه سیمه بلله کېږي.
له دې مخکې پرون ( جنوري ۳۰ ) هم بلوچستان ایالت کې دوو بمي چاودنو کې لږ تر لږه یو کس ووژل شو او د دریو سرتېرو په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شول.
پرونۍ یوه چاودنه ډېره الله یار سیمه کې وشوه، چې د ځايي پولیسو په وینا په یوه ګاډي کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو چاودنې له کبله یو کس ووژل شو او اته نور ټپیان شول.
بله پېښه د کلات منګېچر سیمه کې شوې وه، چې له کبله يې د پاکستاني پوځ په وینا د ایف سي ځواک درې سرتېري ټپیان شوي وو.








