بلوچستان: د وژل شویو خپلوان جسدونه سره احتجاج کوي

د عکس سرچینه، Getty
د پاکستان بلوچستان کې د هغو ۲۳ وژل شویو شیعه زیارت کونکو خپلوانو د احتجاجي لاریون اعلان کړی، چې د دغه ایالت په مستونګ سیمه کې یې پر بس ګاډي چاودنه وشوه.
د مجلس وحدت المسلمین نومي سازمان مشر هاشم موسوي بي بي سي ته ویلي، د چهارشنبې په سهار به احتجاجي غونډه وکړي او د همدې ورځې په ماسپښین به د راتلونکې په اړه یوه خبرې غونډه کې وینا وکړي.
مستونګ سیمه کې له دې مخکې د سې شنبې په ماښام یوه بمي چاودنه کې ۲۳ شیعه زیارت کونکي، چې له ایرانه پاکستان ته پر لاره وو، ووژل شول او دېرش نور ټپیان شول.
د مستونګ یوه پولیس افسر محمد عابد بي بي سي ته وویل، چې چاودنه کې تر ۱۰۰ کیلو پورې چاویدونکي توکي کارول شوي دي.
د نوموړي په وینا بس ګاډي، چې زیارت کونکي پکې ناست وو، د امنیتي ځواکونو څلورو ګاډو بدرګه کاوه.
هغه زیاته کړه، ځانمرګي برید خپل ګاډی له بس سره ټکر کړ.
له دې مخکې د مستونګ سیمې یوه بل افسر شفقت انور شاهواني ویلي و، چې د شیعه زیارت کونکو دوه بس ګاډي له ایرانه پاکستان ته پر لاره وو، چې د مستونګ په درنګړ سیمه کې پرې چاودنه وشوه او ګاډي اور واخیست.
وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ایران او پاکستان تر منځ لویې لارې اوږدو کې پر شیعه زیارت کونکو له دې مخکې هم بریدونه شوي، چې له هغه راهیسې اوس دغه ډول بسونه د ملېشه ځواکونو په بدرګه کې تر پولې پورې تګ راتګ ګوي.
د ۲۰۱۳ کال اکتوبر کې همدې درنګړ سیمه کې په ورته یوه برید کې د ملېشه ځواک دوه سرتېري وژل شوي وو.








