په بلوچستان کې وسله والو ۱۳ مسافر وژلي دي

په بولان کې د ځايي چارواکو له قوله ويل شوي، دغه ۱۳ کسان د شپې له موټره ښکته کړای شوي، بيا يوې غرنۍ سيمې ته بېول شوي او سهار مهال يې مړي موندل شوي دي.
تر بريد وروسته په دغه سيمه کې د ډزو په پايله کې د امنيتي ځواکونو يو افسر وژل شوی او يو بل ټپي دی.
وسله والو دغه بس موټر له بولان سره نژدې درولی، ۱۳ کسه يې ښکته کړي او موټر يې له ځانه سره بېولی دی.
وسله والو د بس موټر نورو سپرليو ته څه نه دي ويلي او خوشې کړې يې دي.
له دغه بريده وروسته هغه مهال چې امنيتي ځواکونه سيمې ته ورسېدل، نو د دوی او وسله والو ترمنځ ډزې شوي، چې يو امنيتي سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی.
پر بسونو بريدونه
په بلوچستان ايالت کې په بسونو بريدونه تر دې وړاندې هم کېدل او په څو بريدونو کې شيعه وګړي له بسونو ښکته کړای شوي او له پېژندنې وروسته په ډزو وژل شوي دي.
له دې پرته د بلوچ بېلتون پالو له لوري له پنجاب سره په تړاو لرونکو کسانو بريدونه شوي دي.
په دغه سيمه کې چې ۱۳ کسه وژل شوي زيات بلوچ بېلتون پاله شته او ځايي چارواکي شک ښيي، ښايي دغه بريد به دوی کړی وي.
په دغه سيمه کې د دوشنبې په ورځ د برېښنا پر ستنو هم بريدونه شوي او څلور پايې يې په چاودېدونکو توکو الوځول شوي دي.








