بلوچستان: پر بهرني سیلاني برید کې ۶ سرتېري وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې پر اسپانوي سیلاني برید شوی دی. د چارواکو په وینا دغه برید کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو ۶ سرتېري وژل شوي دي.
اسپانوی سیلانی له ایرانه د سایکل په وسیله د پاکستان بلوچستان په مستونګ سیمه کې تر برید لاندې راغلی.
د مستونګ سیمې یو ځايي چارواکي محمد اعظم بي بي سي ته وویل، درینګړ سیمې ته نژدې نامعلومو وسله والو پر ګرځندویانو برید وکړ.
برید کې یو برید ګر او شپږ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. چارواکي وايي د برید ځای ته نور امنیتي ځواکونه هم استول شوي دي، چې د بریدګرو لټون کوي.
برید کې سیلانیان هم ټپي شوي دي. سیلانیان او ټپي سرتېري د مرکزي ښار کوټې روغتون ته لېږدول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي پېښه په غرنۍ سیمه کې شوې او هلته مخابراتي اسانتیاوې هم نه شته، چې له کبله یې کره معلوماتو تر لاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.
مستونګ سیمه کې له دې مخکې د سې شنبې په ماښام یوه بمي چاودنه کې ۲۳ شیعه زیارت کونکي، چې له ایرانه پاکستان ته پر لاره وو، ووژل شول او دېرش نور ټپیان شول.
د مستونګ یوه پولیس افسر محمد عابد بي بي سي ته وویل، چې چاودنه کې تر ۱۰۰ کیلو پورې چاویدونکي توکي کارول شوي دي.
د ایران او پاکستان تر منځ لویې لارې اوږدو کې له دې مخکې هم یو شمېر وسله وال بریدونه شوي دي. اوس د دغې لارې اوږدو کې د ملېشه ځواکونو په بدرګه کې تر پولې پورې تګ راتګ ګيږي.








